CRI Online

خپل وطن ته د مکاو د بير ته راتګ په اړه سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:44:19

د ١٩٩٩ کال د دسمبر په شلمه نېټه د چين د ولسی جمهوريت حکومت بيا د مکاو ملی حاکميت تر لاسه کړ او مکاو بيا د خپل مورنی وطن په غيږ کې شو. له لسو کلونو راهيسی په مکاو کې نه يوازی اقتصاد سمسور شوی بلکی ټولنې هم په پرله پسی په هوسا کې پرمختيا شوې ده. د روانې مياشتې شلمه نېټه خپل وطن ته د مکاو د بير ته راتګ د لسمی کاليزې د يادونې ورځ ده او د پروګرام په دغه کړۍ کې به د مکاو په اړه ځينې سندرې خپرې شي.

(سندره)

تاسی اوس د اوو ماشومانو سندره اورئ. د سندرې شعر د چين په مدرن کې د شاعر وين يي دو له خوا ليکل شوی چې له خپل وطن سره ډېره مينه لري. په شعر کې په زوړ چين کې د هانکانګ، تايوان او مکاو په ګډون اووه ورک شوي ځايونه له مور څخه اوه جلا شويو ماشومانو ته استازيتوب کوي. دغه سندره د ماشومانو د خولو له لارې له مور څخه د جلا کيدو دردونه او د مور غيږ ته د بير ته راتګ هيلې څرګندېږي.

د دغې سندرې شعر دا دی:

تاسی په دې پوهيږی ياست که نه چې مکاو زما ريښتيا کورنی نوم نه دی.

ما په ډېره اوږده موده کې له تاسو څخه جلا کړی دی، زما مور!

خو دوی زما بدن غلا کړی، خو تاسی لا هم زما د زړه په ژور ځای کې پاتی دی.

له درو سوو کلونو راهيسی زما مور می نه دی هير کړی.

مور! ما ته زما نوم غږوئ. مور! زه غواړم چې بير ته رستون شم!

(سندره)

د چين حکومت له پرتګال سره له خبرو اترو وروسته په ١٩٨٧ کال کې د مکاو د مسئلی په هکله ګډه اعلاميه لاسليک کړه چې له مخې يې مکاو د چين خاوره ده او د دغه هېواد حکومت به د ١٩٩٩ کال د دسمبر په شلمه نېټه بيا د مکاو ملی حاکميت تر لاسه کړي. په څه دپاسه څلور سوو کلونو کې د چين د خلکو خپګان ژورې يادونې ګرځيدلې او هر چينايی د ١٩٩٩ کال د راتګ توده هيله درلوده. په هغه سندره کې چې نوم يې د مينې سندره ١٩٩٩ کال دی، د مکاو د خلکو هغه احساسات څرګند شوي چې د خپل وطن يادونه کړه او بير ته وطن ته د راتګ توده هيله درلوده.

(سندره)

د دغې سندرې شعر دا دی:

هره شپه تاسی زما په خوب کې رامنځته کوئ او زما يادونه د اور په پرتله توده ده.

زه ستا په سترګو کې توده هيله کوم او له تاسو سره زما مينه به په لس زره کلونو کې نه بدلېږي.

زه به ستا په شاوخوا مل وکړم او په راتلونکی کې به زما د کور په بهر کې ونه ګرځوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای