CRI Online

د نوی کال د هرکلي په اړه سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:46:11

قدرمنو دوستانو او اوريدونکو، د نوي کال د رارسيدو په وخت کې موږ لومړی تاسو ته وايو چې نوی کال مو مبارک شه! هيله ده چې تاسی په نوي کال کې نوې هيلې ريښتيا کړئ، روغتيا وساتئ او په هوسا چاپيريال کې ژوند وکړئ. د چينی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د نوی کال د هرکلي په اړه سندرې خپرې شي او تاسی به د سندرو اوريدلو په وخت کې د جشن شوق من او ذوق من چاپيريال احساس کړئ.

(سندره)

همدااوس تاسو هغه سندره واوريدله چې نوم يی دا دی نوی کال مو مبارک شه! زما مينه! د سندرې شعر دا دی:

موږ په ګډه سلامونه وايو، خوشحاله زموږ فخر دی. نوی کال مو مبارک شه! زما مينه! هر تن خوند اخلی. روغتيا لومړيتوب حق لری.

د دغې سندرې أهنګ فعال دی او ځانګړيتوب هم لری. ګرانو اوريدونکو، له دې وروسته به موږ يوه بله سندره واورو چې نوم يې يو زر او يو هيلې دي. په دغه سندره کې د په زړه پوری أهنګ، خواږه شعر او پاک اواز له لارې د نيکمرغۍ هيله څرګندېږي. (سندره)

د سندرې شعر دا دی:

سبا لکه په بکس کې چاکليټ دی چې مزه يې د خوړلو مخکې مالومه نه ده.

په زړه کې زيات خيالونه شته دي چې په راتلونکی کې به رېښتيا شي.

يو زر او يو هيلې څرګندوم او باور لرم چې يوه ورځ نيکمرغی به له ما سره مل شي.

هر زړه دوه وزرونه لري چې ګړندی والوزي او هرې موخې ته رسيدلی شي.

٢٠٠٩ کال تير شوی، که د دې کال هرې ورځی ته بيا وګورو چې خيالونه، انديښنې، خپګان، خوشحالي مو درلودلی وای. ښايی چې له ٢٠٠٩ کال سره د خدای پامانۍ په وخت کې خواشينی شئ، خو فکر وکړئ چې په ٢٠١٠ کال کې به څو خيالونه ريښتيا وشي، نو موږ باور لرو چې د خپلو هڅو له لارې به هيلې هرومره پوره شي.

ګرانو اوريدونکو، په پای کې به موږ د خيالی وزرونو په نامه يوه سندره واورئ چې د زياتو سندرغاړو له خوا ويل شوې ده.

(سندره)

درنو دوستانو، په ٢٠٠٩ کال کې ستاسو د هرې ورځې له اوريدنې او ملاتړ څخه مننه کوو! هيله ده چې په نوی کال کې تاسی لا هم زموږ خپرونې واورئ او له موږ سره ټينګې اړيکې وساتئ! مننه!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای