CRI Online

د سپوږمۍ د راختلو د وخت بهير د کتلو په نامه سندره

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:48:20

ګرانو دوستانو، د کورنی او بهرنی موسيقې نننې پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم. په وروستې موده کې د مروجو سندرو په ساحه کې د اصلو سندرو او د نوی ډول د پخوانيو سندرو البونه زيات خپاره شول. د چين د سترې برخې سندرغاړي جانګ جي لږه موده مخکې د تيريدنې د دريو برخو سندرې په نامه نوی البوم خپور کړ چې د پلورنې شمېر ډېر زيات دی. اوس به په دغه البوم کې د سپوږمۍ د راختلو د وخت بهير د کتلو په نامه يوه عمده سندره واورئ. (سندره)

دغه سندره يوه فلکلوری موسيقې ده چې د پاک او سپيڅلي اهنګ له لارې په هوا کې د سپوږمۍ په ځوړندولو سره د ښکلې شپې چاپيريال څرګندېږي. جانګ جی د خپل لوړ او نرم اواز له لارې د مينې سندره وايی چې د يادونې او مينې احساسات ښودلي دي. د سندرې شعر دا دی:

شپی راغلی چې خوب نه شی کيدای او د يادونې په زړه کې د يادونې خنډونه نه شته.

ستا د ماشومې په شان خندا زما ډېر خوښېږي او غواړم چې هره ورځ له تاسو سره يو ځای وم. ستا يادوم او له تاسو سره ښکلی راتلونکی يادوم.

(سندره)

سندرغاړې تان وې وې د عشقې سندرې په ويلو ډېره تکړه ده. لږه موده مخکې هغې يوه نوې سندره خپره کړه چې محتويات يې د ځان په اړه دي. تان وې وې په دغه سندره کې په ٢٠٠٦ کال د سندرغاړې په توګه د هغې له ګرځيدو وروسته ژوند ويلی چې د انديښنې، خوشحالې او ناهيلې احساسات په ډېره ښه توګه ښکاره کېږي. (سندره)

د سندرې شعر دا دی:

د ٢٠٠٦ کال په دوبي کې زما عکس د مجلې د مخ په پاڼه کې خپور شو، خو له ما سره نور دوه نجونۍ هم پر باندی دی او ما د سيالی د بريالی تر لاسه کوونکې په ښی خوا ودرېده. د ٢٠٠٧ کال په دوبي کې ما يو البوم خپور کړی او زما مور ته يوه نوې ودانۍ واخيسته. د ٢٠٠٨ کال په دوبي کې ما يوراستورانت خلاص کړی او ملګريو می په وړيا توګه خوړلی او څښلی چې په پای کې هيڅ عايدات نه دی تر لاسه کړی او د يو سل زرو يوانو پورونه درلود. د ٢٠٠٩ کال په دوبي کې ما غوښتله چې زما البوم د خوشحالې يادوي.

ګرانو دوستانو، په پای کې به موږ تاسو ته د ځوانو وخت په نامه يوه سندره واورئ. د دغې ښکلې سندرې د خپرولو په وخت کې د کورنی او بهرنی موسيقې نننې پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای