CRI Online

درې غمجنې عشقې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:50:20

ګرانو دوستانو، د کورنی او بهرنۍ موسيقۍ نننی پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم. په دې وروستی موده کې په انټرنيټ کې يوه سندره چې نوم يې د باران څاڅکو په شان ټوټی ټوټی شوی زړه دی، ډېره مشهوره ده.

(سندره)

دغه سندره د سينګاپور د سندرغاړي هوانګ جينګ لون له خوا ويل شوې. هغه د خپل لوړ اواز او غمجنو احساساتو له لارې دغه سندره ويلې هغه کسان چې خپله مينه يې له لاسه ورکړې، د غمجنې نيمه خواشينې د احساساتو ښکارندوي کوي.

د سندرې شعر دا دی: کله چې ستا اواز ياد کړم، نه پوهيږم چې چير ته يې وساتم.

خو يوازنی احساسات ډېر پاک دي او زما په بدن کې هيڅ احساسات پاتی نه دي.

باران اوريږي، زما زړه ټوټی ټوټی شوې. ګرانې، تاسی زما سره مينه نه لرئ يې وفا ئی.

(سندره)

په واقعی توګه له ژړلو وروسته به ټينګ او زړه ورتوب شي. اوس به د تايوان د سندرغاړې ليانګ وين ين له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې نوم يې دا دی: له ژړلو وروسته هر شی ښه وي.

(سندره)

د سندرې شعر دا دی: له ژړلو وروسته به هر شی ښه وي او دردونه به ورک شي.

يادونه محدود دې، نو بد يادونه به د وخت په تريدو سره سره له منځه ولاړ شي.

څو کاله مخکې د تايوان نامتو سندرغاړې څای يي لين يوه غمجنه سندره ويلې چې د بير ته تلل نومېږي. اوس به دغه سندره بيا واورئ.

(سندره)

د سندرې شعر دا دی:

په اصلی توګه بايد خوشحاله وخت ورسېږي، خو تاسو نه ئي راغلی.

زه يوازنی په رحصتی کې پاتی وم، او څوک نه وو چې له ما سره يو ځای سمندر ته ګوري.

زه د نيکمرغۍ د دروازې دباندې درېږم او دروازې څخه نه شم ننوتلی.

تاسو ما ته زيات انتظار کړی او ما نه شم هيرولی.

پخوانی خواږه وختونه تير شوي او د مينې احساسات ورو ورو ساړه شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای