CRI Online

شانګهای به د نړيوال نندارتون په جوړولو سره لاښکلی او منظم وي

cri     (GMT+08:00) 2010-02-04 19:41:53

ګرانو اورېدونکو، د راتلونکي مې په مياشت کې به د شانګهای نړيوال نندارتون په درندو مراسمو پرانيستل شي. نويان رونا په شانګهای کې د ترکيې د ضمانت بانک د دفتر عمومي استازی او د شانګهای د نړيوال نندارتون د بهرنيو داوطالبانو د ډلې مشر دی.

نويان رونا په شانګهای ښار کې څه د پاسه ٢٠ کلن ژوند کړی. ښايي چې تاسی به دده په اړه معلومات نه لرئ، خو په شانګهای ښار کې زيات شمېر وګړي دده په اړه کيسې اورېدلی دی. له لسو کلونو مخکې نويان د شانګهای له نړيوال نندارتون سره اړيکې درلودلې.

(اواز ١)

شانګهای ښار د نړيوال نندارتون د جوړولو حق د غوښتلو په وخت کې يعنې په ٢٠٠٠ کال کې ما يو شمېر کارونه تر سره کړل. د شانګهای د نړيوال نندارتون په خبرتيايي فلم کې يوه برخه زما په کور کې هم اخيستل شوی ده، نو زما په اند په پيل کې مې غوښتل چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړم. زه تل د نړيوال نندارتون بهير ته پاملرنه کوم ، په تېره بيا شانګهای ښار د نړيوال نندارتون د جوړولو حق له تر لاسه کولو وروسته زه ډېر خوشحاله او وياړم.

نويان نه يوازې په لومړني وخت کې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی، هغه هم د شانګهای ښار د بای يو لان نومې افتخارې جايزې په ګډون زيات افتخاري لقبونه تر لاسه کړي دي. بر سېره پر دې نويان يوه نوې دنده هم لري ، هغه د شانګهای د نړيوال نندارتون د بهرنيو داوطالبانو د ډلې د مشر په توګه هم ټاکل شوی دی. دده په اند د داوطالبانو کارونه ډېر مهم دي، په تېره بيا د بهرنيانو لپاره، ځکه د داوطالبانو بڼه د شانګهای يا د چين له څېرې سره تړاو لري. نويان وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرتله به د شانګهای د نړيوال نندارتون د داوطالبانو کارونه لاډېر سخت وي.

(اواز ٢)

له دی امله چې د دوو سترو غونډو نظامونه يو شان نه دي، د اولمپيک لوبو يوازې ١٥ ورځې دوام درلود، خو د شانګهای د نړيوال نندارتون داوطالبان به په ٦ مياشتو کې خپلې دندې تر سره کړي. نو زما په اند موږ بايد کوښښ وکړو چې له لازياتو وګړيو سره مرسته وکړو.

د نويان په اند داوطالبان بايد په بېلا بېلو برخو کې تياريانې ونيسي، بر سېره پر دې د ژبو په اړه خدمتونه هم لازم دي. هغه باور لري چې داوطالبان به په بريالۍ توګه خپل کارونه بشپړ کړي .

په شانګهای کې د ترکيې د ضمانت بانک د دفتر د عمومي استازي په توګه نويان په پولي او اقتصادي برخو کې يو پوه کس دی، هغه وويل اوس نړۍ د نړيوال پولي بحران په حال کې ده، د شانګهای نړيوال نندارتون به له پولي بحران څخه د وتلو لپاره يو ښه فرصت وي.

(اواز ٣)

په چين کې د نړيوال نندارتون جوړونه ډېر اهميت لری ځکه چې د وګړيو په اند چين به تر نورو نه مخکې له اقتصادي بحران څخه وژغوري. که دغه نندارتون په نورو هېوادونو کې تر سره شي، نو پر پولي بحران باندې د بري موندلو لپاره د خلکو ډاډ به دومره ټينګه نه وي.

د نويان په نظر د شانګهای نړيوال نندارتون د سيلانيزو او کلتوري چارو د پرمختګ لپاره يو ډګر برابر کړي، هغه مهال به په نړۍ کې هر سړی د شانګهای په اړه بحث وکړي.هغه باور لري چې د شانګهای د نړيوال نندارتون پيمانه او اغېزه به په تاريخ کې تر ټولو لويه وي.

(اواز ٤)

اوس په شانګهای کې د سړکونواو پلونو په ګډون د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ چارې په چټکۍ سره روانېږي. زه هيله لرم چې شانګهای به د نړيوال نندارتون په موده کې او په راتلونکی کې لاښکلی پاک او منظم وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای