CRI Online

د پاکستان بېلا بېلې ټولنې د شانګهای نړيوال نندارتون ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-02-09 15:17:35

ګرانو اورېدونکو، د ٤١ دوری نړيوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. دغه نندارتون به د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته په چين کې يو بل ستر فعاليت وي چې نه يوازې چينايان، بلکې د چين د ښه ګاونډي هېواد پاکستان بېلا بېلې ټولنې د دغه نندارتون د برياليتوب هيله لري.

د پاکستان د پنجاب ايالت د چيني چارو ادارې لومړۍ چارواکي ظفرالدين محمود چې په شانګهای کې د دغه هېواد د عمومي قنسل په توګه ټاکل شوی دی ، په ٢٠٠٨ کال کې د سند له لاسليکولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې پاکستان به د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. پاکستان لومړی هېواد دی چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون لېواله دی. هغه په روانه چينی ژبه خبريال ته وويل

(اواز ١)

عمده لامل دا دی : لومړی، دا يو ستر نړيوال فعاليت دی، زموږ په اند پاکستان بايد له دغه فرصت څخه په استفادې سره د پاکستان کولتوري، تاريخي او عصري حالات نړيوالو ته وړاندې کړي . بر سېره پر دې ، چين د پاکستان ښه دوست دی ، ډېره لازمه ده چې له دې فرصت سره چين او نړۍ ته زموږ هېواد وروپيژنو.

که څه هم ښاغلي ظفرالدين بېرته پاکستان ته ستون شوی، خو د شانګهای د يادونې په وخت کې يې لا هم له تودو احساساتو څخه ډکې څرګندونې وکړې ،هغه تل د شانکهای نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي، د دغه نندارتون اصلي موضوع د چين د ښارونو د پرمختګ له واقعي حالاتو سره سمون خوري.

(اواز ٢)

په دې وياړم چې په چين کې مې څو کاله ژوند کړی دی،رېښتيا ده چې د چين په ښارونو کې بدلونونه ستر دي. د شانګهای نړيوال نندارتون اصلي موضوع ډېره ښه ده چې د چين له بدلونونو او راتلونکو هيلو سره تړاو لري . زه باور لرم چې دغه نړيوال نندارتون به په بريالۍ توګه تر سره شي.

د پاکستان د ستراتيژۍ د څېړنې انسټيټوټ مشر تنوير احمد خان د شانګهای د نړيوال نندارتون ډېره ستاينه وکړه او ويې ويل

(اواز ٣)

زما په اند شانګهای په نړۍ کې يو تر ټولو مهم ښار ګڼل کېږي، په دغه ښار کې هره پېښه نړيوال اهميت لري. د شانګهای نړيوال نندارتون يو ستر فعاليت دی ، زه هيله لرم چې پاکستان به د دغه ننداتون له لاری له ښو فرصتونو سره مخامخ وي.

پاکستان او چين ټول پرمختيايي هېوادونه دي چې د ښاري کېدو په بهير کې له يو شمېر مسئلو سره مخامخ دي. ښاغلي تنوير وويل که څه هم په لويو ښارونو کې په لنډه موده کې د موټرونو شمېر د چټک زياتوالی له امله د چاپيريال ککړتيا په ګډون يو شمېر مسئلې رامنځته شوی، خو د چين حکومت دغې مسئلې ته په درنه سترګه ګوري او زيات غوره تدبيرونه نيولی دي.

(اواز ٤)

د چين پلان ډېر کارنده دی ، زما په نظر د چاپيريال د څېړنې او د اړوندو تګلارو د ټاکنې په برخو کې چين په نړۍ کې مخکی دی.

د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د مرکې په ترڅ کې داسې وويل

(اواز ٥)

لومړی زه هيله لرم چې د شانګهای نړيوال نندارتون بريالی شي. د نړيوال نندارتون له لارې به د چين پرمختګ او بدلون، کولتور، دودونه او لرغوني تاريخ او ډول ډول توليدات نړۍ ته وښودل شي . په عين وخت کې به دغه نندارتون زموږ لپاره هم يو ښه فرصت وی ، زموږ په نندارتون به د پاکستان توليدات، خوراکونه ، راسټورانټونه او کولتور نندارې ته وړاندې شي. د شانګهای نړيوال نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره به ډېر ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای