CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون د معرفي کولو غونډه په سيول کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-02-10 10:04:03

د چين د سيلانيزو چارو ادارې او په کوريا جمهوريت کې د چين د سفارت له خوا د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون د معرفي کولو غونډه او له چين څخه د ليدنې کال په نامه فعاليت د فبرورۍ په ٨ نېټه په سيول کې تر سره شوه. دا د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د ګډو نظريو د پلي کېدو په بهير کې يو مهم ګام دی چې د دواړو هېوادونو مشرانو په ٢٠٠٨ کال کې تر لاسه کړی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور دی.

ياده شوی غونډه د روانې مياشتې په ٨ نېټه د سيول په مرکز لوټ هوټل کې تر سره شوه. د کوريا جمهوريت حکومت ، کانګرس ، تصديو او په دغه هېواد کې د بهرنيو سفيرانو او خبري رسنيو په ګډون څه د پاسه ٨ سوه تنو په همدې ورځ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. په کوريا جمهوريت کې د چين لوی سفير چنګ يونګ هوا په خپله وينا کې وويل په ٢٠٠٨ کال کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له کوريا جمهوريت څخه د خپلې ليدنې په وخت کې د دغه هېواد له ولسمشر لي ميونګ باک سره سلامشوره وکړه چې د شانګهای او د يوسو د نړيوالو نندارتونونو په فرصت ٢٠١٠ او ٢٠١٢ کال په جلا جلا توګه له چين او کوريا جمهوريت څخه د ليدنې کلونو په توګه ټاکل شوی دی. هغه هيله لري چې د يادې شوې غونډې له لارې د چين او کوريا جمهوريت بېلا بېلو ټولنو ته له چين څخه د ليدنې کال په اړه معلومات ورکړی ، په تېره بيا له کوريايانو څخه په دغه فعاليت کې د ګډون غوښتنه کړی چې له کوريا جمهوريت سره په سياسي ، اقتصادي او کولتوري برخو کې تبادلې او همکاري لا پياوړې کړي.

د کوريا جمهوريت د کولتور ، سپورټ او سيلانۍ وزير يو اين چون په ياده شوی غونډه کې وويل دغه فعاليت ستر اهميت لري چې د ولسمشر لي ميونګ باک او رئيس هو جين تاو د ګډو نظريو د پلي کېدو لومړی ګام ګڼل کېږي چې د ٢٠٠٨ کال په اګست کې په سيول کې تر لاسه شوی دی. چين به په روان کال کې د شانګهای د نړيوال نندارتون او د ګوانګ جو د اسيايي سپورټي لوبو په ګډون يو شمېر مهم فعاليتونه تر سره کړي، کوريا جمهوريت به د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې او د نړيوال کولتوري،هنري او ښوونيزې غونډې په ګډون يو شمېر مهمې غونډې هم تر سره کړي، هيله ده چې د ليدنې کال په نامه د فعاليت له لارې به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.

له چين څخه د ليدنې کال يوه بله موخه دا ده چې کوريايانو ته د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه معلومات ورکړي. په راتلونکی مې کې به د چين په شانګهای کې نړيوال نندارتون تر سره شي. تر اوسه پورې څه د پاسه ٢٤٠ هېوادونو او سيمو او نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې د ګډون ژمنې کړې دي. تر هغه وروسته به د چين په ګوانګ جو ښار کې د ١٦ مې دورې اسيايي سپورټي لوبې پرانيستل شي. ښاغلي چنګ يونګ هوا وويل کوريا جمهوريت په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره په تاريخ کې تر ټولو لويه ودانۍ جوړه کړی او د چين او د نورو هېوادونو د سيلانيانو پام به يې ورجلب کړي. د روان کال په نومبر کې به د ګوانګ جو اسيايي سپورټي لوبې په اسيا کې يوه ستره سپورټي غونډه وي. هغه هيله لري چې د کوريا جمهوريت بېلا بېلې ټولنې له چين څخه د ليدنې له لارې چين لا په ښه توګه وپيژني.

په سيول کې د چين د سيلانيزو چارو ادارې د دفتر مدير جانګ شي لونګ د دغې ادارې د مشر شاو شي وی په استازيتوب يوه وينا وکړه. هغه وويل د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به د نړيوال نندارتون په اړه د سيلانۍ د تبليغاتي مياشتې په نامه ٢٠٠ غونډې يا نور فعاليتونه تر سره شي. د روانې مياشتې په ٩ او ١٠ نېټه د کوريا جمهوريت په بوسان او کوانګجو کې له چين څخه د ليدنې کال ، د شانګهای د نړيوال نندارتون او د اسيايي سپورټي لوبو په اړه سيلانيز فعاليتونه تر سره کړی چې له چين څخه د ليدنې په اړه د وګړيو له تودو احساساتو سره مخامخ شوي دي.

د چين د کولتور وزارت مرستيال لي هونګ فنګ وويل په ٢٠١٠ کال کې له چين څخه د ليدنې او په ٢٠١٢ کال کې له کوريا جمهوريت څخه د ليدنې کال په نامه فعاليتونه د دواړو هېوادونو مشرانو په ګډه ټاکل شوي مهم تبادلوی فعاليتونه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکارانو اړيکو د ټينګولو لپاره ستر اهميت لري. هغه هرکلی کوي چې لازيات کوريايان په دغه فعاليت کې د ګډون له لارې له چين څخه ليدنې وکړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل باور او دوستي به لانوره هم پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای