CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه سيالۍ - درېيمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-13 20:58:19

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٤١ دورې نړيوال نندارتون به د راتلونکې مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه نندارتون د اصلي موضوع، ودانيو او فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو د ورکولو لپاره به له روانې اوونۍ څخه د راتلونکي اګست تر لومړۍ نېټې پورې د راغونډوونکي او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه سيالي تر سره شي چې د ٥ ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې به بشپړه شي . هرکلی کوو چې تاسې په فعاله توګه په دغه سيالۍ کې ګډون وکړئ.

د سي ار ای راډيو د تېرو کلونو د سياليو په شان ، د هر ځانګړي پروګرام په پای کې به تاسو ته دوې پوښتنې وړاندې کړو، که تاسې په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او اړوندو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ، نو فرصت به ولرئ چې چين ته وړيا سفر وکړئ.

ګرانو اورېدونکو، زه د شانګهای د نړيوال نندارتون بختوره نښه ده چې های باو نومېږي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای له ښکلی شانګهای څخه ليدنه وکړو. لومړی به موږ د وای تان په نامه د شانګهای يو مشهور ځای ته سفر وکړو. د هوانګ پو جيانګ سيند په لوېديځه غاړه کې يوه تنګه سيمه شته چې پراخوالی يې يو اعشاريه ٥ مربع کيلو متره دی او په کې ٥٠ ډول ډول جګې جګې ودانۍ پرتې دي چې چيني او لوېديځ ډوله ساختماني بڼې لري .دغه سيمه وای تان نومېږي چې د شانګهای ښار د طراحۍ د يوې کرښې په توګه ډېر شهرت لری.

د وای تان ماښامي منظرې زما خوښ دي ځکه تياره ماښام ډېر ښکلی دی او د څراغونو بل بل يې داسې ښکاری لکه د أسمان ستوري دي. په شانګهای کې د مهمو نښو په توګه د دونګ فانګ مينګ جو تلويزيوني برج چې د ملغلرې برج په نامه يادېږي او په دغه ښار کې تر ټولو لوړه ودانۍ يعنې د جين ماو په ودانۍ کې د ځلانده رڼاګانو له امله دغه ښار لاښکلی ښکاري.

د خلکو په اند شانګهای د شيانو د اخيستلو لپاره يو ډېر ښه ځای دی ، نو زموږ دوهم تم ځای د شانګهای دوکانونه دی. لويې مغازې، لرغوني او ډول ډول ځانګړي دوکانونه د چين لومړی سوداګريز سړک يعنې د شانګهای په نان جينګ سړک کې پراته دي.

که څه هم شانګهای يو عصري ښار دی ، خو په کې لرغونی منظرې هم شته. زموږ درېيم تم ځای د جنوبي سيمې مشهور او لرغونی يو يوان باغ دی. يو يوان پخوا يو شخصي باغ و چې څه د پاسه ٤٥٠ کاله دمخه جوړ شوی او په کې د لرغونو کتابونو، انځورونو، سامانونو او کلاليو په ګډون زيات شمېر لرغوني اثار ساتل شوي دي. د يو يوان باغ ته نژدی د ښار د خدای يو مشهور معبد هم شته چې په چيني ژبه چنګ هوانګ مياو نومېږي. په دې اړه يوه اصطلاح هم شته، که تاسې چنګ هوانګ مياو ته ولاړ نه شئ، نو دا چې شانګهای مو نه دی ليدلی.

ګرانو اورېدونکو، زموږ وروستی تم ځای د شانګهای نرۍ لار ده. کوڅه د بېجينګ ښار يوه نښه ده او نرۍ لار په شانګهای کې هم يوه نښه ده. د شانګهای په لرغونو ښاري سيمو کې بېلا بېلې نرۍ لارې چې خلکو ته خپلې کيسې لري، پرتې دي. د جينګ ان سي د استوګنې په سيمه کې څه د پاسه ٧٠ کورنۍ شته چې د شانګهای د نړيوال نندارتون په موده کې چيني او بهرنيو سيلانيانو ته به يې خدمتونه برابرکړي.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به تاسو ته ٢ پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ پوښتنه، کوم ځای د شانګهای ښار د طراحۍ د کرښې په توګه مشهور دی ؟ دوهمه پوښتنه ، د چين لومړی سوداګريز سړک کوم يو سړک دی ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای