CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه سيالۍ - پنځمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-03 20:09:39

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٤١ دورې نړيوال نندارتون به د راتلونکې مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه نندارتون د اصلي موضوع، ودانيو او فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو د ورکولو لپاره به له روانې اوونۍ څخه د راتلونکي اګست تر لومړۍ نېټې پورې د راغونډوونکي او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه سيالي تر سره شي چې د ٥ ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې به بشپړه شي . هرکلی کوو چې تاسې په فعاله توګه په دغه سيالۍ کې ګډون وکړئ.

د سي ار ای راډيو د تېرو کلونو د سياليو په شان ، د هر ځانګړي پروګرام په پای کې به تاسو ته دوې پوښتنې وړاندې کړو، که تاسې په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او اړوندو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ، نو فرصت به ولرئ چې چين ته وړيا سفر وکړئ.

ګرانو اورېدونکو، زه د شانګهای د نړيوال نندارتون بختوره نښه ده چې های باو نومېږي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون په اړه ځينې معلومات درکړو. افغانستان د ٢٠٠٧ کال د اګست په پنځمه نېټه په رسمي توګه خپل نوم ثبت کړ چې د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې به ګډون وکړي. د ٢٠٠٨ کال د دسمبر په ١٧ نېټه افغان حکومت د شانګهای د نړيوال نندارتون له ناظم سره د ګډون تړون لاسليک کړی دی. اوس د دغه نندارتون د پرانيستلو موده ورځ په ورځ د نژدې کېدو په حال کې ده، د افغانستان بېلا بېلې ټولنې دغه نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي. د دغه نندارتون له لارې به موږ په تاريخي ، کولتوري او هنري برخو کې د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کړو.موږ به فرصت ولرو چې له جګړو وروسته د افغانستان د بيا أبادۍ بهير او د دغه هېواد ځانګړتياوې په ښه توګه احساس کړو.

د افغانستان نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون د ای سيمې د اسيايي هېوادونو په ګډه ودانۍ کې پروت دی. د نړيوال نندارتون په موده کې به د افغانستان لرغوني او خوندور دودونه او ډول ډول کولتورونه او ځانګړي شيان نندارې ته وړاندې شي. د شانګهای نړيوال نندارتون به ١٨٤ ورځې ته دوام ولري، ټاکل شوې چې د افغانستان نندارتون د روان کال د اګست په ١٩ نېټه پرانيستل شي چې دغه ورځ د افغانستان د ملي جشن له ورځې سره برابره ده. د افغانستان ګډون کوونکي به په همدې ورځ د دغه اختر د نمانځنې لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي.

د اړوندو پوهانو په اند د نړيوال نندارتون په موده کې به زيات شمېر افغان سوداګران او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه افغان سيلانيان له شانګهای څخه ليدنې وکړي چې د افغانستان د توليداتو د صادراتو او د سوداګريزې سويې د لوړتيا لپاره به ډېر ګټور وي. بر سېره پر دې، د شانګهای نړيوال نندارتون د اقتصاد، ساينس او ټېکنالوژۍ او کولتور په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د راکړي ورکړي لپاره د يو ستر ډګر په توګه ګڼل کېږي . د دغه نندارتون له لارې به افغانستان له نړۍ سره تماس پياوړی کړي او د نړۍ بېلا بېل هېوادونه به د افغانستان په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي چې د افغانستان د اقتصاد د اعادی لپاره يو ښه فرصت دی . موږ به د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د دغه هېواد په اقتصادي، سوداګريز، کولتوري او هنري برخو کې ډېر معلومات تر لاسه کړو ، په عين وخت کې په بېلا بېلو ساحو کې به د دې له لارې د چين او افغانستان ترمنځ تبادلې او همکارۍ نورې هم پياوړی شي.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به تاسو ته ٢ پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ پوښتنه، افغانستان څه وخت د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړ ؟ دوهمه پوښتنه ، د افغانستان د نندارتون نېټه او ورځ کومه ده؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای