CRI Online

ميلانو په فعاله توګه د نړيوال نندارتون د جوړولو په برخه کې له شانګهای سره همکاری کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-03 20:11:31

ګرانو اورېدونکو، د شانګهای نړيوال نندارتون د پرانيستلو موده ورځ په ورځ نژدې کېږي. تر هغه وروسته به د ايټاليا په ميلانو ښار کې چې د اقتصادي پلازمينې په نامه يادېږي، د ٢٠١٥ کال نړيوال نندارتون تر سره شي. د ايټاليا حکومت د دغه نړيوال نندارتون د چمتوالي لپاره د ٢٠١٥ کال د ميلانو نړيوال نندارتون لپاره سهامی شرکت جوړ کړی چې له مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو او تصديو څخه عبارت دی. د دغه شرکت د دايمي چارو مشر او د ميلانو ښاروالي استازي لوسيو ستنکا په دې وروستيو ورځو کې د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل د ميلانو نړيوال نندارتون د بيړني چمتوالي په حال کې دی او ميلانو ښار له شانګهای سره د نړيوال نندارتون په برخه کې همکاری کوي څو چې تجربې تر لاسه کړي.

د ايټاليا مشهور ميلانو ښار به په ٢٠١٥ کال کې نړيوال نندارتون جوړ کړي. ښاغلي ستنکا وويل د ٢٠١٥ کال د نړيوال نندارتون اصلي موضوع د ځمکنۍ کرې ساتنه او سمسورتيا ده .

(اواز ١)

د ميلانو د نړيوال نندارتون اصلي موضوع ستر واقعی او راتلونکی اهميت لري چې دا د ټولو انسانانو او د غلو دانو د تامين په هکله د ټولو اړوندو مسئلو پورې اړه لري . نن ورځ په نړۍ کې يو مليارډ کسان پوره غذا نه لري او د لوږې په حال کې پاتې دي. بر سېره پر دې کرنيزې چارې هم يو سالم چاپيريال ته اړتيا لري. نو د ميلانو نړيوال نندارتون به د لوږی ، د کرنيزو چارو د پر له پسې پرمختګ او د چاپيريال مسئلې د حل په اړه تر سره شي چې دغه نندارتون به له ياد شوي اصلي موضوع سره سم ډيزاين او جوړ شي. له دې امله چې ميلانو د ايټاليا په لومړنی لويه دښته کې واقع دی ، نو دغه ښار نه يوازې د ايټاليا يو صنعتي، سوداګريز او پولي مرکز ، بلکې د دغه هېواد او اروپا د کرنيزو خوراکونو يو توليدي مرکز هم دی.

اوس د ميلانو د نړيوال نندارتون د تيارۍ کارونه روان دي. ښاغلي ستنکا وويل يوه مهمه خبره دا ده چې له شانګهای ښار څخه د نړيوال نندارتون د جوړولو د تجربې زده کړه وکړي.هغه وويل اوس د ميلانو د نړيوال نندارتون په اړه اړوند سازمانونه د شانګهای نړيوال نندارتون ته ډېره پاملرنه کوي. هغه به د شانګهای د نړيوال نندارتون د پرانيستلو او پای په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

(اواز ٢)

زما په اند تر اوسه پورې د شانګهای نړيوال نندارتون د بريالي تر سره کېدو ټول شرايط برابر شوی دي، نو موږ غواړو له شانګهای څخه زده کړه وکړو.

په ١٩٧٩ کال کې د شانګهای او ميلانو ترمنځ د دوستو ښارونو اړيکې ټينګې شوی، د نړيوال نندارتون له لارې به د دوو ښارونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې شي. ښاغلي ستنکا د شانګهای د نړيوال نندارتون ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل د شانګهای نړيوال نندارتون د بېجينګ تر اولمپيک لوبو وروسته د چين يو بل ستر فعاليت دی. د شانګهای نړيوال نندارتون به ٦ مياشتو دوام وکړي او اصلي موضوع يې ښه ښار او ښه ژوند دی. ښاغلي ستنکا وويل (اواز ٣)

موږ له شانګهای سره همکاری کوو.د بېلګې په توګه د ميلانو د نړيوال نندارتون له اصلي موضوع سره سم ، د ميلانو او شانګهای د اړوندو پوهنتونونو له خوا د غذايي چارو د ماسټرۍ درسونه پرانيستل شوي دي.

ښاغلي ستنکا وويل په نړۍ کې د هغو ښارونو شمېر ډېر زيات نه دی ، خو ميلانو په کې يو دی. ځکه چې له سلو کلونو مخکې، د سمپيون تونل د پرانيستلو د نمانځنې لپاره په ميلانو کې يو نړيوال نندارتون تر سره شوی وو.

(اواز ٤)

په ١٩٠٦ کال کې په ميلانو کې يو نړيوال نندارتون تر سره شو او په ٢٠١٥ کال کې به بيا په دغه ښار کې د دوهم ځل لپاره نړيوال نندارتون جوړ شي. نو موږ بايد د دغه نندارتون د بريالي تر سره کېدو لپاره کوښښ وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای