CRI Online

د موسيقۍ له لارې د چين او بلجيم ترمنځ اړيکې نژدی شوی ده

cri     (GMT+08:00) 2010-06-21 16:55:00

ګرانو اوېدونکو، د جون ١٣ نېټه د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د بلجيم نندارتون د نمانځنې له ورځې سره برابره وه. د دغې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د بلجيم او چين سندرغاړيو سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ سندری وويلې.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د بلجيم نندارتون د اصلي موضوع سندره واورېده چې نوم يې و زموږ سندره. دغه سندره د بلجيم د مشهور پيانو غږونکی او د نغمی جوړونکی جين فرنسويس مالجين او د چين د ځوانې سندرغاړې شانګ وی جيه له خوا ويل شوې ده. دا لومړۍ ځل دی چې د بلجيم او چين د موسيقی پوهانو د بلجيم نندارتون د نمانځنې په ورځ نندارچيانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ سندره وړاندې کړی .

ښاغلي مالجين په نړيوال نندارتون کې د بلجيم د سندری د جوړولو لپاره په خاص ډول شانګهای ته ورسېد، هغه وويل

(اواز ٢)

زما په اند ښايي چې له يوې چيني سندرغاړې سره همکاری وکړم چې په ګډه دغه سندره ووايو.

بر سېره پر دې، د بلجيم د نمانځنې ورځې په مراسمو کې د دغه هېواد سندرغاړې استريد کويليتس او د شانګهای راډيو د ځوانانو هنري ډلې هم يو شمېر چيني او

بهرنی سندرې نندارچيانو ته وړاندی او د چيني او بهرنيو نندارچينانو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دي.

(سندره ٣ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د ياسمين ګل په نامه يوه چيني دوديزه سندره واورېده چې کويليتس يې د چيني ژبې له لارې ويلی وه. د شانګهای د هوانګ پو سيمې اوسېدونکي ښاغلي جيانګ وويل

(اواز ٤)

ښه ، ښه ، ډېر ښه، د دغې سندرې له لارې د چين او بلجيم ترمنځ دوستی څرګندېږي، دا يو ښه انتخاب دی.

کويليتس خبريال ته وويل (اواز ٥)

ياسمين ګل يوه مشهوره چيني سندره ده ، زما ډېره خوښه ده او ډېره خوشحاله يمه چې له ماشومانو سره يو ځای دغه سندره وايم.

په دغو مراسمو کې يوه بله ځانګړی سندره هم اوريدل کېده چې د ته او زه په نامه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اصلي موضوع لپاره جوړه شوی سنده ده کوم چې د شانګهای ښار له ځانګړتياوو څخه ډکه بريښی.

(سندره ٦ )

په دغه سندره کې سندرغاړې په شانګهای لهجه ته او زه ووايه.

ژبې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د نظريو تبادلې ته ستونزې رسوی ، خو موسيقی بی پوله او د انسان ګډه ژبه ده . د بلجيم نندارتون د نمانځنې ورځې د مراسمو له لارې د چين او بلجيم د خلکو ترمنځ اړيکې نژدی شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای