CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو او خلکو ترمنځ تبادلې پياوړی شوی

cri     (GMT+08:00) 2010-07-01 15:28:04

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې جاپان نه يوازې د نندارتون ځانګړې ودانۍ لري، بلکې د دغه هېواد د تصديو نندارتون هم موجود دی. د جاپان د تصديو نندارتون د شانګهای د نړيوال نندارتون په D سيمه کې پروت دی چې په کې د اصلي موضوع د څرګندولو خونه شته او د دې تر څنګ خوندور خوراکونه او د يادګار توکي خرڅيږی. د جاپان د تصديو نندارتون مشرې ايکو اکيوکا په دې وروستيو ورځو کې د سي ار ای راډيو له خبريال سره د ځانګړې مرکې په وخت کې وويل د شانګهای نړيوال نندارتون د جاپان تصديو ته له نړۍ سره د تبادلې يو ميدان برابر کړی.

(اواز ١ )

زموږ د جاپان د تصديو نندارتون د جاپان د وګړيو په استازيتوب په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. د تصديو او سيمه ييزو حکومتونو موخه دا ده چې د جاپان او چين د تصديو او خلکو ترمنځ دوستانه اړيکې پرمختګ وکړي.

ايکو اکيوکا وويل د جاپان د تصديو نندارتون د پرانيستلو له يوې مياشتې راهيسې په منځنۍ توګه هره ورځ د بېلا بېلو هېوادونو څه د پاسه ١١ زره تنه سيلانيان له دغه نندارتون څخه ليدنه کوی. اکيوکا د شانګهای نړيوال نندارتون د جوړوونکو د کارونو ډېره ستاينه وکړه ، د دې په اند د شانګهای نړيوال نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو او خلکو ترمنځ د تبادلې لپاره يو ښه ميدان برابروي.

د جاپان زيات شمېر ځانګړې تصدۍ د دغه هېواد د تصديو په نندارتون کې راغونډ

شوی چې د ژوند د راتلونکو لارو چارو په اړه د جاپان نظريې په کې ننداره شوی . ايکو اکيوکا وويل د جاپان ځانګړی غذايی کولتور په نړيوال نندارتون کې په عمده توګه ننداری ته وړاندې شوی.

(اواز ٢)

زموږ تصدی ځانګړتياوې لري، لومړی کيکومان د سويا ساس د جوړولو يو مشهور جاپاني شرکت دی چې نه يوازې په جاپان کې ، بلکې په نړۍ کې هم ډېر مشهور دی.

د نړيوال نندارتون د پرانيستلو له يوې مياشتې راهيسې نه يوازې سيلانيانو د جاپان د تصديو نندارتون ته ورغلي ، بلکې د جاپان تصديو له نړۍ سره د تګ راتګ فرصت زيات شوی چې په بريالۍ توګه د جاپاني تصديو ځانګړتياوې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د شانګهای د نړيوال نندراتون د جوړوونکو د خدمتي کارونو د يادونې په وخت کې ايکو اکيوکا خپله خوښي داسې څرګنده کړه

(اواز ٣)

موږ د شانګهای نړيوال نندارتون له جوړوونکو څخه مننه څرګندوو. موږ له جاپان څخه راغلي يو چې د چينايانو دودونو سر نااشنا يو. د بېلګې په توګه، د جون لومړۍ نېټه په چين کې د ماشومانو له ورځې سره برابره ده، خو په جاپان کې د ماشومانو ورځ د مې ٥ نېټه ده. د D سيمې کارکوونکو له دې مخکې وويل چې د جون لومړۍ نېټه د ماشومانو ورځ ده او د جاپان د تصديو نندارتون بايد د دغې ورځې د نمانځنې لپاره فعاليت تر سره کړي. وروسته زموږ فعاليت برياليتوبونه او د ماشومانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

ايکو اکيوکا پر دې ټينګار وکړ چې د جاپان د تصديو نندارتون ته چيني سيلانيان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ استازيتوب کوی. هغه باور لري چې د شانګهای د نړيوال نندراتون له لارې به د چين او جاپان د وګړيو ترمنځ دوستي او تبادلې نورهم پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای