CRI Online

د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د جه جيانګ ولايت اوونۍ د ښارونو او کليو ګډ پرمختګ نندارې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2010-07-06 20:06:48

د شانګهای د نړيوال نندارتون د جه جيانګ ولايت اوونۍ د جون له ١٨ نېټې څخه تر ٢٢ نېټې پورې تر سره شوه چې د دغه ولايت د ځانګړو نندارو له لارې د نېکمرغه ښارونو او کليو او د ښه ټاټوبی په نامه د دغه فعاليت اصلي موضوع لاندې خپل فعاليتونه چمتو کړي وو. په چين کې د شانګهای د نړيوال نندارتون پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د جه جيانګ ولايت ځانګړې اوونۍ پر مهال د په زړه پورې فعاليتونو په اړه مالومات وړاندې کړو.

(اواز ١ )

ګرانو اورېدونکو، د جون له ١٨ نېټې څخه د جه جيانګ ولايت اوونۍ په ترڅ کې يولړ کولتوري فعاليتونه پر ځای شوي چې د دغه ولايت لرغونې تاريخ او کولتور، ښکلی طبيعي منظری او هنري پرمختګونه پکې ښودل شوي دي. د جه جيانګ ولايت د حکومت سرمنشي مرستيال شيا های وی وويل د دغې اوونۍ د اصلي موضوع په اړه داسې وويل

(اواز ٢)

لومړی، په دغو فعاليتونو کې د جه جيانګ ولايت لرغونی کولتور او ښکلی طبيعی منظری څرګندېږي. دوهم، د جه جيانګ ولايت د خلکو نېکمرغه ژوند څرګندېږي. درېيم ، د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلی موضوع څرګندېږي.

د ښارونو او کليو د ګډ پرمختګ په نامه د جه جيانګ ولايت اوونۍ اصلی موضوع ډېره د پامرلنې وړ ده. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې جه جيانګ په چين کې د اقتصادي پرمختګ او خوځنده ځواک له لحاظه تر ټولو چټک او غښتلی يو ولايت ګرځېدلی دی. په ٢٠٠٩ کال کې د جه جيانګ ولايت د وګړيو عايدات څه نا څه ٢٠ زره يوانو ته رسېدلي چې د هېواد د نورو ولايتونو په پر تله زيات و. په دغه ولايت کې د ښاري کېدو انډول څه نا څه ٦٠ سلنی ته رسېدلی چې د نوي کلي د أبادولو په موخه سيسټم په بنسټيزه توګه بشپړ شوی دی.

د جه جيانګ ولايت له پرمختګ څخه د ښارونو او کليو همغږۍ پرمختګ څرګندېږي. ( اواز٣ )

اوس جه جيانګ ولايت د ښارونو او کليو ګډ پرمختګ ته پاملرنه کوي.

د جه جيانګ ولايت د نندارتون په منځنۍ تالار کې يوه نيلې رنګ لويه چيني کاسه درول شوې ده چې اته متره جګوالی لری او هره ورځ خلکو ته د جه جيانګ ولايت پرمختګونه نندارې کوي. د تالار تر شا د ٦ ځانګړو کورنيو له لارې د جه جيانګ ولايت د وګړيو د ژوند حال او ماضی ښودل کېږي. د جه جيانګ ولايت د نندارتون يو طرحه کوونکي جنګ جينګ وويل

(اواز ٤)

د جه جيانګ ولايت د ښاري کېدو بهير په عمده توګه د ښارونو او کليو ګډ پرمختګ دی چې کليوالې سيمې د ښارونو د پرمختګ په عين وخت کې هم أبادې شوې دي .

د جه جيانګ ولايت نندارتون د دغه ولايت د ښاري کېدو په بهير کې د ښارونو او کليو، سيمو، اقتصادي ټولنې او د خلکو او طبيعت ترمنځ همغږۍ پرمختګ نندارې ته وړاندې شوی دی. ښاغلي جنګ جينګ وويل

(اواز ٥)

د جه جيانګ ولايت روحيه څه ده؟ جه جيانګ ولايت په چين کې تر ټولو يو کوچنی ولايت دی، خو د دغه ولايت اختراعی او توليدي توان په نړۍ کې د پاملرنی وړ دی.

د جه جيانګ ولايت خلک ډېر وياړي چې د دغه ولايت په چټک ډول پرمختګ کوي. د جه جيانګ ولايت د نندارتون کارکوونکی وانګ جيان ژن له خبريال سره د مرکې په وخت کې د خپل وطن د پرمختګ ډېره ستاينه وکړه. دده په اند په دې وروستيو کلونو کې جه جيانګ ولايت د ښارونو او کليو د ګډ پرمختګ په برخه کې يوه ښه بېلګه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای