CRI Online

چين به په ٢٠١٢ کال کې په بنسټيزه توګه د کولتوري نظام اصلاحات بشپړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2010-08-24 10:18:15

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د بهرنيو تبليغاتو څانګې د اګست په ١٩ نېټه په بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه چې د چين د کولتوري نظام د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړی. د چين د تبليغاتو څانګې مرستيال سون جه جيون په دغه غونډه کې وويل د تېر کال له اګست تر اوسه پورې چين په هر اړخيزه توګه د چاپونې، خپرونې ، فلمونو او د کولتوري بازارونو د ادارې په برخو کې اصلاحات اجرا کړی او له ٢٠١٢ کال مخکې به په بنسټيزه توګه بشپړ کړی.

ښاغلي سون جه جيون په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د چين د کولتوري نظام اصلاحات ٤ کليدي پړاونه د بازارنو بيا ابادی ، د بازاري سيسټم بشپړول، د عمومي ادارې ښه والی او د حکومت دندې بدلول دي. سون جه جيون وويل (اواز ١)

د کولتوري پرمختګ د عمومي نظام چاپيريال په پر له پسې توګه ښه شوی چې د کولتوري پرمختګ نوی حالات په لومړي سر کې رامنځته شوی، د کولتوري شرکتونو خوځنده ځواک ورځ په ورځ پياوړی شوی او کولتوري چاری په چټک ډول سمسورې شوی دی .

د چين د کولتور وزارت مرستيال اويانګ جيان په ياده شوی غونډه کې وويل اوس چين په چټک ډول د کولتوري نظام اصلاحات اجرا کوي. له نه بشپړی شوی شمېرنې سره سم د روان کال تر لومړنۍ نيمايي پورې د هغه ډول دولتي هنري ډلو شمېر چې د تصديو په توګه ټاکل شوی دي، ٢٢٨ ته رسېدلی دی. هغه وويل

(اواز ٢)

له ٢٠٠٣ کال راهيسې د کولتور وزارت په وار سره ٦ لاندينۍ لويې ادارې په کولتوري تصديو بدلي کړي چې د دې پر بنسټ د چين د بهرنيو کولتوري شرکت، د چين د دونګ فانګ په نامه هنري شرکت، د چين د کولتوري خپرونې شرکت او د چين د کارتون شرکت په ګډون ٤ دولتي کولتوري تصدۍ جوړې شوي دي .

هغه زياته کړه د اصلاحاتو په بهير کې په چين کې د غير دولتي هنري ډلو شمېر له ٦٨٠٠ څخه او هر کال د نندارو شمېر يې له ٢ مليونو څخه اوښتی دی چې د هېواد د نورو دولتي او هنري ډلو د اصلاحاتو لپاره يوه بېلګه برابره شوی ده.

د چين د راډيو، فلم او ټلويزيون د عمومي ادارې مرستيالې جاو شه په ياده شوی غونډه کې وويل اوس چين په پوره توګه د راډيويي ، فلمي او ټلويزيوني عامه خدمتي سيسټم د ابادی کارونه تر سره کوي چې په ښارونو او کليوالو سيمو کې زرهاوو وګړيو ته اسانتياوې برابرې کړې دي.

(اواز ٣)

يوازی د چين د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د يوولسم ٥ کلن پلان په موده کې د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې او د ماليې وزارت هر کلي ته د راډيويي او تلويزيوني خپرونې د رسېدو او په تبت او شينجيانګ کې د راډيويي ټليويزيوني شبکې د جوړولو او په کليوالو سيمو کې د فلم ښودلو لپاره له مرکزي مالي بودجې څخه په جلا جلا توګه د ٨ مليارډ ٦٧٠ مليونه ،١١ مليارډ ٤٠ مليونه او ٢ مليارډ ٢٩٠ مليونه يوانو په ارزښت ځانګړې پانګې اخيستي دي.

بر سېره پر دې، د چين د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې مشر جيانګ جيان ګوه په دغه غونډه کې وويل د چين د مطبوعاتو او چاپ په چارو کې د دولتي ملکيت په مرکزيت د څو ډولو مالکيتونو د ګډ پرمختګ حالات هم په بنسټيزه توګه رامنځته شوی دی.

اوس په چين کې عمده کولتوري بازار په بنسټيزه توګه رامنځته شوی چې د هغو تصديو شمېر په عمومي شمېر کې ٩٦ اعشاريه ٣ سلنه نيسي چې قانوني شخصيتونه لري. د هېواد د مطبوعاتو او چاپ په ٣٥٧ زره مطبعو کې د غير دولتي مطبعو شمېر له ٣٢٤ زرو څخه اوښتی دی چې د مطبعو په عمومي شمېر کې ٩٠ اعشاريه ٨ سلنه نيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای