CRI Online

په شانګهای کې د ٢٠١٠ کال لپاره د کتابونو نندارتون پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2010-09-01 18:35:09

په شانګهای کې د ٢٠١٠ کال لپاره د کتابونو نندارتون پای ته ورسېد چې په کې د کتابونو د لوستلو په ګډون څه د پاسه ٤٢٠ کولتوري فعاليتونه تر سره شوي دي. څه د پاسه سلو ليکوالانو او پوهانو د چين د اوسنيو کولتوري ارزښت په استازيتوب په دغه نندارتون کې ګډون درلود.

سپيڅليو ادبي ليکوالانو په دغه نندارتون کې اصلي رول لوبولی دی چې د څو نسلونو لوستونکو د دوی له خوا ليکل شويو کتابونو څخه ګټه اخيستې ده. د ليو شين وو، مو يان، چه ځه جيان، يانګ جه جيون، ليو ليو ، ګوه جينګ مينګ ، چين ون جيون او جنګ يوان جيه په ګډون يو لړ مشهور چيني ليکوالو په دغه نندارتون کې د نومونو ليکلو مراسم تر سره کړل چې د لوستونکو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی. ٦٨ کلن مشهور ليکوال ليو شين وو خپل نوی کتاب لوستونکو ته وړاندې کړ چې د شانګهای د کولتور او هنر د مطبعې له خوا چاپ شوی او نوم يې دی په ژوند کې خاطرې . هغه وويل

(اواز ١)

نن ورځ زه د خپلو نثرونو يوه مجموعه لاسليک کوم . خو په دغه کتاب کې هم کيسې شته چې د يو ناول په شان دی.

د روان کال جولای مياشت د چين د تانګ شان ښار د سترې زلزلې له ٣٤ کاليزې سره برابر وه. د تانګ شان د سترې زلزلې په نامه د مستند ليکنو ليکوال چيان ګانګ د دغې زلزلې د ژغورنې په کارونو کې ګډون درلود. د دغې سترې زلزلې واقعي حالات دده په کتاب کې ليکل شوی دی. هغه وويل

(اواز ٢)

له ٣٤ کلونو مخکې د تانګ شان ستره زلزله په دغه کتاب کې ثبت شوې ده. غواړم د هغې زلزلې واقعي حالات خلکو ته وړاندې کړم .

ياد شوی کتاب د چين د مشهورو مستند ليکنو جايزه تر لاسه کړی او د هانګکانګ د ښوونې ادارې له خوا د منځني ښوونځيو لپاره د چيني ژبې په ښوونيز کتاب کې منل شوی دی. بر سېره پر دې ، د امريکا په يو شمېر مشهورو پوهتونونو کې دغه کتاب د چيني ژبې د لوست په کتابونو کې هم شامل شوی دی.

د شانګهای د کتابونو نندارتون په ٧ ورځو کې څه نا څه ٤٢٠ کولتوري فعاليتونه تر سره شوي چې زيات شمېر اړوندو پوهانو په کې ګډون درلود. دوی په دغو فعاليتونو کې له لوستونکو سره د کتابونو د ليکلو او د خپل ژوند په اړه د تجربو تبادله وکړه. ډول ډول کولتور د شانګهای د کتابونو په نندارتون کې راغونډ شوی چې لوستونکو ته يې زيات انتخابونه برابر کړي دي.

اوس په شانګهای کې د ٢٠١٠ کال لپاره د کتابونو نندارتون پای ته رسېدلی، خو د دغه نندارتون ستره اغېزه او فعال رول او د لوستونکو تاوده احساسات لاهم په ځای پاتی شوي دي. روان کال د شانګهای د کتابونو په نندارتون کې څه د پاسه ١٥٠ زره کتابونه ننداری ته وړاندی شوی چې ٢٥٠ زره تنه لوستونکو په کې ګډون درلود. دغه نندارتون هغو لوستونکو ته چې له ژوند سره مينه لري ، د ښو کتابونو د لټولو او د پوهنې د تر لاسه کولو ښه زمينه برابره کړی او د شانګهای ښار کولتوري چاپيريال هم پياوړی شوی دی. هيله ده چې په راتلونکی کال کې به د شانګهای د کتابونو نندارتون د لوستنې يوه بله ستره غونډه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای