CRI Online

په نړۍ کې د چين د چاپ چارې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-06 16:14:53

په بېجينګ کې د کتابونو ٥ ورځنۍ١٧ مې دورې نړيوال نندارتون د اګست په ٣٠ نېټه پرانيستل او په عين وخت کې په نړۍ کې د چين د کتابونو د خپرونې پرمختګونو په نامه نندراتون هم تر سره شوی دی.د دغه نندارتون اصلي موضوع په نړۍ کې د چين د چاپونې چارې دي چې د چاپولو حق، واقعي توليداتو او د نندارو او غونډو له لارې په ډله ييزه توګه په دې وروستيو کلونو کې د چين د چاپونې چارو پرمختګونه ښودل شوي دي.

د چين د چاپونې چارې په فعاله توګه په نړيوال چوکاټ کې د ګډون لپاره کوښښ کوي. د چين د چاپ ډلې مشر نيه جن نينګ په دې وروستيو کلونو کې به بهر کې د چين د کتابونو د چاپولو حالاتو د يادونې پر مهال وويل

(اواز ١)

اوس موږ بايد په عمده توګه ٢ برخو ته ډېره پاملرنه وکړو. يوه برخه يې دوديز چيني کولتور دی. په نړۍ کې دوديز چيني کولتور ورځ په ورځ د پاملرنې وړ دی. بر سېره پر دې موږ بايد هغه ادبی اثار لوېديځ ته ورمعرفی کړو چې په کې د چينايانو اوسنی ژوند انځوروی.

تر اوسه پورې د چين د چاپ ډلې د پاريس ، سيدني، لندن ، فرانکفورت ، نيويارک، ونکور، سيول او توکيو په ګډون ٨ ښارونو کې خپل شرکتونه جوړ کړي چې پيمانې او شکلونه يې بېل دي. دغه شرکتونه په سيمه ييزو بازارونو کې د چيني کتابونو د چاپ او خرڅلاو حالات اداره کوي. په ٢٠٠٩ کال کې د چين د چاپ ډلې د سيدني شرکت له خوا د چين د تاريخ ، جغرافيا او کولتور په اړه چاپ شوی ١٧ ډولو کتابونو په استراليا کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د ښاغلي نيه جن نينګ په اند په نورو هېوادونو کې د چيني کتابونو خرڅلاو د چين د چاپونې چارې درېيمه لاره ده. هغه وويل

(اواز ٢ )

درېيمه لاره دا ده چې موږ بايد په نورو هېوادونو کې پانګه واچوو چې د چاپولو ځانګړې سازمانونه جوړ کړو او د چين په هکله کتابونه چاپ کړو.

د اګست په ٣١ نېټه د چين د چاپ ډلې عمومي شرکت د جاپان د کتابونو له لومړني لوی نشراتي، صادراتي او وارداتي سوداګر يعنې د توهانګ د چاپولو له ډلې سره موافقه ليک لاسليک کړ چې د چين د چاپولو د توهانګ شرکت جوړ کړي .

د ښاغلي نيه جن نينګ په اند په نورو هېوادونو کې د چين د کتابونو د خپرولو په پلان کې د الېکترونيکي چاپولو چارې يوه مهمه برخه ده.

(اواز ٣)

داسې ويل کېږي چې کتابونه په نورو هېوادونو کې چاپيږی او پلورل کېږی، خو د لارو چارو ډولونه يې زيات دي.

له ٢٠٠٩ کال راهيسې د ګردې کرې د چاپولو چارې له نړيوال پولي بحران سره مخامخ کړي، خو په تېر کال کې د چين د چاپونې چارې د زر مليارډ يوانو په ارزښت توليدات جوړ کړي چې په کې د ديجيټالی چاپ عمومي ارزښت د لومړي ځل لپاره له دوديزې خپرونې څخه اوښتی دی. د خبر له مخې، د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې د چين د کتابونو د چاپولو ادارې په ٩٠ سلنه کې د الېکترونيکي کتابونو د چاپولو چارې پرانيستل شوي چې د هېواد د الېکترونيکی کتابونو د لوستونکو الاتو د خرڅلاو اندازه ٧١٦ زرو ته رسېدلې او د خرڅلاو عمومي ارزښت يې له ٢ مليارډ ٥ ٠٠ مليونه يوانو څخه اوښتی و.

د چين د کولتوري چارې د نظام اصلاحات نورهم پياوړي شوي ، په نورو هېوادونو کې د چين د چاپ شرکتونه نه يوازې د چين د چاپونې چارې تازه قواوو په توګه بلل کېږی، بلکې په نړۍ کې د چيني کولتور د پېژندلو لپاره ستر رول لوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای