CRI Online

په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو قومی سندرې(درېيمه برخه)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:31:40

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به په مداومه توګه تاسو ته په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو قومې سندرې خپرې شي. (سندره)

اوس به د ازبکی قوم يوه فلکلوری سندره واورئ چې نوم يې د مڼو پلورل دي. په سندرې کې داسی محتويات ليکل شوی چې يو هلک د مڼو پلورلو له لارې مينه والې نجولۍ ته خپله مينه څرګندوي. د سندرې شعر دا دی: يوه تازه سره مڼه پلورل شوی او عجيب حاصيلات ګټل شوی. که مڼه تاسو ته خوند رسولی شي، زه غواړم چې مڼې تاسو ته درکړم.

د ازبکی قوم اوسيدونکی د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې ميشته دي او په اوږده موده کې د نورو قومونو له اوسيدونکيو سره نژدی اړيکې لري. دوی د دود او دستور ، ډوډی خوړلو او اوسيدو په چارو کې له ايغوری او قزاقی قومونو سره همدې ټکی لري. خو د دغه قوم موسيقې خپله ځانګړتيا ساتي چې ځينی فلکلوری سندرې ارام دی چې د ازبکيانو ژور احساسات ښکارندوی کوي او ځينې سندرې يې خوشحالې دې چې د دوی خوشبينی څرګندوي.(سندره)

اوس به د تور وروځی لرونکی نجولۍ په نامه يوه سندره واورئ. دغه سندره ډېره خوندوره ده او د ازبکيانو تاوده احساسات څرګند شوي.

د قرغيزی قوم اوسيدونکی په سندرو ويلو او نڅاوو ډېر تکړه دي. د دوی سندرې لنډې او ښکلې دې چې په اسانه توګه خپل احساسات ښودلی شي. له دې امله چې د قرقيزی قوم اوسيدونکيو په اوږده موده کې ماداری ژوند تير کړی، نو د دوی د موسيقې شکل له قزاقی قوم سره نژدی دی. تاسی اوس د دغه قوم يوه سندره اورئ چې نوم يې دی دښت زما مور دی. دغه سندره سپيڅلی او طبيعی ده چې له دښتو او ټاټوبی سره د قرقيزي قوم د اوسيدونکيو مينې څرګندې شوې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای