CRI Online

په خنډونو کې د ګلونو په نامه سندره او نورې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:58:54

د کورنۍ او بهرنی موسيقې پروګرام ننی کړۍ پيل شوه. په ننی خپرونه کې به تاسی لومړی د تايوان د FIR  په نامه د يوې ډلې له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې نوم يی موږ دی. (سندره)

د تايوان د مروجې سندرې په ټولنه کې د مشهورې ډلې په توګه FIR له جوړولو وروسته هميشه د خپلو غوره البونو په وسيله خپلمنځۍ دوستی او يووالی څرګندوي. دوی په دې وروستيو ورځو کې يو نوی البوم خپور کړی چې نوم يې دی راشه! سره يو ځای خندا کوئ! د موږ په نامه سندره له دغه البوم څخه يو دی او په کې د دغې ډلې د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسی د ستونزمن بهير او د راتلونکی په اړه د دوی د هيلې محتويات ليکل شوی. د سندرې شعر دا دی: زيات خړ اوريځ هوا پټوي، ارامتيا پر ما باندی فشار اچوي، أيا زه بايد ازادی ومومم که نه؟ اوښکی ژر به د باد له امله وچ شي او په ځنګلو کې زموږ تر منځ له يادونې څخه ډک دی. هير شوی پخوانی يادونه به د خندا پر ځای وي او له سبا څخه به نوی ژوند پيل شي.

(سندره)

قدرمنو دوستانو، اوس به په دغه البوم کې يوه بله سندره واورئ چې نوم يی په خنډونو کې ګلونه دي. دغه سندره د مينې د زړه ورتوب او ټينګښت اهميت څرګندېږي. د سندرې شعر دا دی: مينه لکه په خنډونو کې ګلونو ته ورته دی. کلونه په باران کې خوږه بويې خپرېږي. باور دی چې مينه به په يو ځای کې ښه وده وشي. په خنډونو کې ګلونه ډېر ټينګ دی او په زوه ورتوب سره وده کېږي.

د خپرونې په پای کې به د دغه کل د دوبي په نامه يوه سندره واورئ چې د مينې په پيل کې د دوبي په شان ګرم احساسات څرګندېږي. د ښکلې موسيقې په غږولو سره د کورنۍ او بهرنی موسيقې پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای