CRI Online

هغه سندره چې نوم يی دا دی ( هر شی ستا د نظريې له مخې تر سره کوم)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 11:07:00

د کورنۍ او بهرنۍ پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته لومړی د سندرغاړې شوی لي له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې نوم يې دا دی (هر شی ستا د نظريې له مخې تر سره کوم). (سندره)

د سندرې شعر په دی ډول دی: پخوا ستا لپاره می خپل بد خوی ليری کړی، هر شی ستا د نظريې له مخې تر سره کړی او په نرمه توګه ستا د ميرمن رول لوبولی، خو په پای کې ټول يوه لوبه ګرځيدلې ده. اوس زه به خپل حق وټاکم او په خپل ژوند وکړم. سره له دې چې ډېر خپه يم، خو زه به ښکلې يادونې پټ کړم او په دايمی توګه دغو يادونو ته ارزښت ورکړم.

(سندره)

قدرمنو دوستانو، اوس به د سندرغاړي شا باو ليانګ له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې د کړی ګوتې نومېږي. په نړۍ کې د مينې په اړه زيات خواشينې پيښې رامنځته کېږي چې هلکان او نجونۍ د واده لپاره کړی ګوتی انتظار کوي، خو په پای کې يوازی مايوس کوي. په دغه سندره کې داسی ويل شوی: ما کتلی چې ستا پر ګوتی باندی د نور کړی ګوته اغونډی. زه به تاسو ته د زړه له کومې مبارکۍ ووايم او ستا له ژوند څخه ورک کړم. خو زه به په دايمی راتلونکی کې ستا ياد کړم او د مودې په تيريدو سره سره هر شی به هير کړم.

(سندره)

په پای کې به موږ د نيمی برخې په نامه د سندرغاړي هوانګ يوی له خوا ويل شوې سندره واورئ. دغه سندره خلکو ته وايي چې دا هم يو ډول مينه ده چې په زړه کې خپله مبارکۍ وايي. هوانګ يوی په ارامه توګه د کينی ويلو په شان دغه خواشينې سندره ويلې ده، ځکه چې د سندرې محتويات د ده له حقيقت سره سمون لري. هغه د سندرې ليکلو په وخت کې د مينې له پايه سره مخامخ و او د اوږدې مودې لپاره له فکر کولو وروسته يې پريکړه وکړه چې خپله مينه له لاسه ورکړه او د ده نجلۍ ملګرې به ازادی وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای