CRI Online

له لوړې څخه خپری شوی سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 11:11:59

تبتی قوم د چين په پنځه پنځوس لږ کيو قومونو کې يو دی او د دغه قوم اوسيدونکي په عمده توګه د هېواد په جنوب د چينګ های او تبت پر لوړه باندی اوسېږي. تبتی قوم خپل ځانګړی کلتور لري او د کورنۍ او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به موږ د دغه قوم رنګارنګ ژوند احساس کړو او له لوړې څخه خپري شوی سندرې واورو. (سندره)

همدااوس مو د مالداری سندرې په نامه د تبتی قوم يوه سندره واوريد. پر لوړه باندی مالداران د مالداری سندرې له لارې خپلې خوشحلې، غوسې، خپګان او خوشبينی څرګندوي. هيله ده چې تاسی د دغې سندرې له اوريدو وروسته د لوړې ښکلې منظرې احساس کړئ.

د تبتی قوم اوسيدونکي په عمده توګه د لوړې په سيمو کې اوسېږي چې طبيعی چاپيريال ډېر سخت دی، نو دوی ټينګ هوډ او غښتلی بدن، د توليد او ژوند ځانګړې لارې لري.پخوا د تبتی قوم اوسيدونکيو د کورونو د بنست جوړولو په وخت کې د اګا په نامه ځايي ځانګړی ځمکې وکارول او دوی د کارونو تر سره کولو په وخت کې سندرې وويل. اوس به د تبتی قوم د سندرغاړي يا دونګ له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې د ديوالونو جوړولو د سندرې نومېږي. (سندره)

د سندرې شعر په دې ډول دی: نجونۍ او هلکان ټول مرستندويه لاسونه اوږدوي او موږ سره يو ځای ديوالونه جوړوو. موږ په ګډه يو نوی کور جوړوو. په نوی کور کې به نوی جوړ شوی کورنۍ په ګډه او خوشالې سره ژوند وکړي.

تبتی قوم په سندرې ويلو او نڅا ډېر تکړه دي او د عادی ژوند او په جشنونو کې د ميلماستيا په وخت کې دوی هميشه د سندرو ويلو او نڅا له لارې خپلې خوشالې څرګندوي. نو د تبتی قوم د اوسيدونکيو تر منځ زيات ښکلی فلکلوری سندرې مروجې دې. اوس به د بير ته راتګ په نامه يوه سندره واورئ. په دغه سندره کې ليکل شوی چې يو هلک له ليری ځای څخه بير ته ټاټوبی ته ستن شو او خپل ممينې ته زيات ارزښتناک سوغتونه ورسول څو چې خپله مينه څرګند کړ.

ګرانو اوريدونکو، د ښکلې موسيقې په غږولو سره زموږ ننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای