CRI Online

د ځکه چې ... په نامه سندره او نورې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 14:47:42

د کورنۍ او بهرنۍ موسيقې ننی پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم او ډېره خوشاله يم چې تاسی ګرانه اوريدونکيه يو ځل بيا دغه پروګرام اورئ.

پنځه کاله مخکې ښکلې نجولۍ سون منګ خلکو ته ښه احساسات او يادونې ورکړي ، خو د يو البوم او څو سندرو له خپريدو وروسته يې د وياندې په توګه کار وکړ. هغې د وياندې د کار تر سره کولو په وخت کې ډېر زحمت و او له پنځلسو کلونو وروسته يې يو ځل بيا د سندرو ويلو چارې پيل کړې. اوس به د دې له خوا ويل شوې هغه سندره واورئ چې نوم يې دی (ځکه چې...) (سندره)

اوس سون منګ يو پوهه ښځه ګرځيدلې ده او د دې اواز لا هم ډېر خوږ او پاک دی. په دغه سندره کې داسی ويل شوی: کله چې زه يو ځل بيا سندره وايم او بير ته سپيڅلی مودې ته ستون شم . د غيږ کولو احساسات ډېر ګرم دی. هوا سمدلاسه أسمان ګرځي او زړه می ډېر راکښونکی دی چې اوښکې زما په سترګو کې پاتی دی. ما پخوا په دغې مينې نه پوهيږی او هيله ده چې تاسی اوس زما د سندرې محتويات پوه کړئ.

قدرمنو دوستانو، اوس به مو د لاو لانګ په نامه د زړه سندرغاړي له خوا ويل شوې دوې سندرې خپارې شي. (سندره)

د لومړی سندرې نوم د مرغانو خيال دی. لاو لانګ د نرم او خوشالی اهنګ له لارې د خلکو هغه فکرونه ويلی چې خيال لټوي او أزادی احساسات پيدا کوي. د سندرې شعر په دې يول دی: زه په پای کې هوا ته الوتم او يو ريښتيا مرغ ګرځم او په چټکه توګه د اوريځو تر منځ الوتم. زه په پای کې أسمان هوا ته الوتم او له تورې شپي څخه ليری کوم چې مخ ته الوځم.

په پای کې به د لاو لانګ له خوا ويل شوې يوه بله سندره واورئ او د دغې ښکلې سندرې په غږولو سره زموږ ننی پروګرام پای ته ورسيد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای