CRI Online

د سندرغاړې سون يان ځی څو ښکلې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:04:37

د کورنۍ او بهرنی موسيقۍ پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د سينګاپور د مشهورې سندرغاړې سون يان ځی له خوا ويل شوې څو سندرې ورسره خپرېږي. سون يان ځی د پاک اواز او ځانګړو احساساتو په درلودلو د سندرو ويلو په ټولنه کې له ګډون راهيسی لس البومونه خپري کړي، اوه ديرش کنسرتونه ئی تر سره کړي او څه دپاسه دوه سوه ډوله جايزې ئی تر لاسه کړي دي. ګرانو دوستانو، په ننی پروګرام به لومړی د دې له خوا ويل شوې هغه سندره واورئ چې د تورې شپې په نامه نومېږي.

(سندره)

د سندرې شعر په دې ډول دی: زه له يو هلک سره مينه لرم چې حتی ځان ترې ورک شوی دی، زما په نظر دا زما په لټون نړۍ ده. خو نوروزما په اړه غلط نظرونه درلودل او له ما ټګی کوی، شک لرم چې د لويانو په نړۍ کې نيمګړتياوې شته؟ زه هره ورځ له څلور لاری سره مخامخ يم او پخوانی نيکمرغی يادوم. اسمان ډېر لوی دی، خو ښه کتلی نه شم ، ډېره يوازی يم.

(سندره)

سون يان ځی نه يوازی د سندرو په ويلو تکړه ده، هم له ژوند څخه خوند اخلی. دې يو ځل ويلی په حقيقت دې يوه عادی ښځه ده چې زيات اميدونه نه لری. لکه په دغه سندره کې ويل شوی چې نوم يې دا دی: پوه شوی يم. سبا به زما پوری اړه لری، پوه شوی يم چې خوشالی زما سمه ټاکنه ده.

(سندره)

د پروګرام په پای کې به د دغې شيبې په نامه د سون يان ځی له خوا ويل شوې سندره خپره شي. په دې سندره کې داسی ويل شوی: په دغه شيبه کې خپل پخوانې ژوند ته بيا کتنه کوم چې رنګا رنګ احساسات لرم. په راتلونکی شيبه کې به چيری ته لاړ شم؟ له باران وروسته به په هوا کې د بوډۍ ټال رامنځته کېږي، لکه په پيل کې ما دا باور درلود چې أزادی به پيدا کړم.

قدرمنو دوستانو، د کورنۍ او بهرنی موسيقې پروګرام دغه کړۍ د دې ښکلې موسيقې په غږولو سره پای ته ورسيد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای