CRI Online

د هانکانګ نامتو سندرغاړه مو وين وې او د يادونې په نامه د دې نوی البوم

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:25:09

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د هانکانګ د مشهورې سندرغاړې مو وين وې له خوا ويل شوې څو ښکلې سندرې خپرېږي. هيله ده چې تاسی د دې پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ!

(سندره)

قدرمنو دوستانو، همدااوس تاسو هغه سندره واوريد چې نوم يې دی : په دغه ليری ځای کې. دغه سندره پخوا د چين په لويديځ کې يوه نامتو فلکلوری سندره وه او د پيانو او تارونه لرونکی الې په غږولو سره يوه ارامه او رومانتيکه سندره ګرځيدلې ده. په دغه سندره کې داسی ويل شوی: په دغه ليری ځای کې يوه ښه نجولۍ اوسېږي او کله چې وګړي د دې له خيمې څخه د تيريدو په وخت کې هغې ته ګوری. د دې مخ سور لمر ته ورته دی او د دې ښکلې سترګې په شپه کې وړانګی سپوږمۍ ته ورته ده.

(سندره)

ګرانو اوريدونکو، اوس به تاسی د ګردې سپوږمۍ او ښکلو ګلونو په نامه د مو وين وې يوه بله سندره واورئ چې د پيانو اهنګ د سپوږمۍ د رڼا په شان اوريدونکيو ته ارام احساسات ورکوي. د سندرې شعر په دې ډول دی: سپوږمۍ له اوريځو څخه خلکو ته رڼا ورکوي او د شپی په وخت کې په هر کور کې له نيکمرغې څخه ډک دی. په باغونو کې ښکلی ګلونه په باد کې په پټه او ارامه توګه حرکت کوي.

(سندره)

ګرانو دوستانو، د خپرونې په پای کې به تاسی هغه سندره واورئ چې نوم يې دا دی: باد له کوم ځای څخه راځی؟ دغه سندره ډېره ښکلې ده او هيله من يو تاسی د سندرې اوريدو په وخت کې د ارام باد د بهيدو غوړيدلو احساسات ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای