CRI Online

په غير مادی کلتوری ميراثونو کې د لږ کيو قومونو فلکلوری سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:32:21

د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په غير مادی کلتوری ميراثونو کې د لږ کيو قومونو ځينې فلکلوری سندرې خپريږي. لومړی به د هوا عه په نامه يو ډول سندره واورئ. (سندره)

د هوا عه په نامه موسيقې د چين په شمال لويديځ د چينګ های، ګان سو ولايتونو او د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکی سيمی په ګډون په ځينو ځايونو کی د هوی قوم په اوسيدونکيو کې مروجې دی. دغه ډول سندره ډېره ښکلې ده او د اهنګ بدلونونه زيات دی چې قومی او ځايي ځانګړتيا لری.

د مغولی قوم د اوږد اهنګ فلکلوری سندرې ٢٠٠٥ کال د م م د يونيسکو سازمان له خوا د انسانانو د شفاهی او غير مادی ميراثونو د استازی په توګه ټاکل شوی. دغه ډول سندره د مغولی قوم د اوسيدونکيو له مالداری ژوند سره ټينګې اړيکې لری او د مغولی قوم د اوسيدونکيو د توليد، ژوند او حثيت يوه نښه ده. ګرانو اوريدونکو، اوس تاسی به د شتمنې، ښکلې او پراخې الاکسا په نامه يوه سندره واورئ!

(سندره)

ګرانو دوستانو، د پروګرام په پای کې د هاني قوم يوه فلکلورې سندره تاسو ته خپريږي چې نوم يی د نيالګی کرلو سندره ده. د هانی قوم اوسيدونکي په عمده توګه د چين په جنوب لويديځ کې اوسېږي چې د دوی فلکلوری سندرې تاريخ ډېر اوږد دی او د کارونو، مينې او د ټاټوبی د ښکلې منظرې د ستاينې محتويات زيات دی.

(سندره)

په دغه سندره کې د هانی قوم د اوسيدونکيو د کارونو په هکله ژوند ويل شوی. هيله ده چې تاسی له دغو دريو سندرو سره خواند ولرئ. د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده او ستاسو له اوريدنې څخه ډېره مننه کوم!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای