CRI Online

د باسپريدونکی په نامه سندره او نورې دوې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:52:42

1ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام يو ځل بيا پيل شو او زه ډيوه تاسو ته هرکلی کوم، هيله ده چې تاسی د دې پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ!

(سندره)

تيان يوان د تياو فانګ ځی ډلی عمده سندرغاړې ده او هم د شاخصی ځانګړتيا لرونکی ليکوالې په توګه ګڼل کېږي چې د خبري رسنيو ډېرې پاملرنې راجلبوي. لږه موده مخکې هغې لومړی البوم خپور کړ چې پاک او خيالی اهنګ او د ځوانې ښکلی اواز اوريدونکيو ته ارام احساسات رسوي. همدااوس تاسو هغه سندره واوريده چې نوم يې په لوړ اواز د خدای پامانی غږول دی.

د سندرې شعر په دې ډول دی: په زياتو وختو کې له ناشنا کسانو سره يو ځای ساعت تيروم او په ټولې سپرلی کې په خپل نڅا کوم. بی پايه باران زما سترګې پټوی او ستا خيال لا هم نه شی عملی کيدای. هر چيری چې وي تر وسی پوری تاسو ته خدای پامانی ووايم.

(سندره)

قدرمنو دوستانو، اوس به تاسی د ګلونو په نانه د تيان يوان يوه بله سندره واورئ چې د نجونو په زړونو کې د مينې په اړه محتويات شامل دی. په سندره کې داسی ويل شوی: ژيړونکی ګلونه د سپوږمۍ تر رڼا لاندی و او ټاپی شوی ګلونه غوسه و. په پخوانی ژوند کې ګلونه له باد سره مخامخ و او په اوسنی ژوند کې باد لا هم د ګلونو په څنګ کې مل کوي.

(سندره)د پروګرام په پای کې به د باسپريدونکی په نامه سندره تاسو ته خپری کړو. دغه سندره د کيسی په شان د مينی له امله خپه او خوشحاله احساسات څرګندېږي. د پروګرام دغه کړۍ د دې ستومانې سندرې په غږولو سره پای ته ورسيده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای