CRI Online

ويتنام د نړيوالو غونډو د جوړولو په هکله د چين له تجربو څخه زده کړه کوي

cri     (GMT+08:00) 2010-09-21 16:51:15

د ويتنام د کولتور، سيلانۍ او سپورټ وزير هوانګ توان ان په دې وروستيو ورځو کې په شانګهای کې د سي ار ای راډيو له خبريال سره د ځانګړې مرکې په وخت کې وويل په دې وروستيو کلونو کې چين په بريالۍ توګه يو لړ لوی نړيوال فعاليتونه تر سره کړي چې په نړۍ کې د خپلو اغېزو د پياوړتيا لپاره ورته ډېر ګټور دي. ويتنام هيله لري چې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي چې په فعاله توګه د لويو نړيوالو فعاليتونو د جوړولو حق تر لاسه کړی.

وزير هوانګ توان ان لومړی د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون ډېره ستاينه وکړه، هغه وويل نه يوازې د نندارتون پيمانی ، بلکې د فعاليتونو تشکيلاتي لارې چارې ټول غوره دي. دا درېيم ځل دی چې ويتنام په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی ، د نندارتون پيمانې يې تر ټولو سترې دي. ويتنام هيله لري چې په شانګهای نړيوال نندارتون کې د ګډون له لارې چيني او بهرنيو سيلانيانو ته د خپل تاريخ او کولتور ننداره وکړي څو چې لازيات وګړي د ويتنام نندارتون له لارې د دغه هېواد په اړه معلومات تر لاسه کړي. هغه وويل

(اواز ١)

ويتنام په فعاله توګه په شانګهای نړيوال نندارتون کې ګډون کوي، د دغه نندارتون پيمانې په تاريخ کې تر ټولو سترې دي چې پراخوالی يې يو زرو مربع مترو ته رسېدلی دی.

هوانګ توان ان وويل د سترو نړيوالو فعاليتونو او سياليو جوړول د کوربه هېواد لپاره د خپل اقتصادي او کولتوري پرمختګونو د نندارې تر ټولو ښه فرصت دی. په عين وخت کې بېلا بېل هېوادونه به هم په دغو فعاليتونو کې د ګډون له لارې خپلې تاريخي او کولتوري ځانګړتياوې نندارچيانو ته وړاندې کړي.

وزير هوانګ وويل د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو وروسته د ويتنام حکومت او خلک د اقتصادي پرمختګ لپاره کوښښ کړی او کوی يې. له يوې خوا بايد په پوره توګه توليدي توان پياوړی کړی څو چې د ويتنام خلکو د ژوند سويه لوړه شي او له بلې خوا د اقتصادي پرمختګ په وخت کې به هم د سيمه ييزو او نړيوالو لويو فعاليتونو د جوړولو له لارې سياسي، اقتصادي، کولتوري، سيلانيزې او سپورټي چارې په ښه توګه په نړيوالې ټولنې کې ګډون وکړی شي. هغه وويل

(اواز ٢)

روان کال ويتنام د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي مشر هېواد دی، دغې ټولنې په روان کال کې زيات شمېر سترې غونډې او فعاليتونه تر سره کړي دي.

روان کال د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ مې کاليزې سره برابر او د چين او ويتنام ترمنځ د دوستۍ کال دی. وزير هوانګ توان ان وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کلونو راهيسې دواړو خواوو په کولتوري ، سيلانيزو او سپورټي تګ راتګ کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

(اواز ٣)

د کولتوري تبادلې په برخه کې دواړو هېوادونو د خپل دوديز کولتور او هنر د راکړي ور کړي او تبليغ لپاره کوښښ کړی.

وزير هوانګ وويل ويتنام او چين د سترو نړيوالو فعاليتونو د جوړولو په برخه کې هم د تجربو تبادله کوي. هغه وويل

(اواز ٤)

موږ هيله لرو چې د سترو نړيوالو فعاليتونو د کوربه توب له تجربو څخه ، په تېره بيا د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون د جوړولو په هکله چين له تجربو څخه د زده کړو له لارې په پر له پسې توګه د نړيوالو فعاليتونو د کوربنې لپاره خپل توان پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای