د چين د کولتوري اوونۍ فعاليت چې اصلي موضوع يې د شانګهای د نړيوال نندارتون د عکسونو ، د چيني ژبې کتابونو او د چيني فلمونو نندارتونونه دي، د سپتمبر په ٢٤ نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شو. په پاکستان کې د چين د لوی سفير ليو جيان او د پاکستان د کولتور وزير شاه جيلاني په ګډون څه د پاسه ٣٠٠ تنو په کې ګډون درلود. چيني کولتور د پاکستاني مېلمنو د ډېر علاقې وړ دی.
د چيني کولتوري اوونۍ فعاليت په پاکستان کې د چين د سفارت ، د پاکستان د کولتور وزارت او د پاکستان د هنري کميټې له خوا جوړ شوی چې د نوی چين د جوړېدو د ٦١ کاليزې د نمانځنې لپاره يو ټاکلی فعاليت دی. د فعاليت په موده کې د تانګ شان د سترې زلزلې او د تای هانګ غره په نامه يو شمېر چيني فلمونه د پاکستان په هنري موزيم کې نندارچيانو ته وړاندې شوي دي.
په پاکستان کې د چين لوی سفير ليو جيان د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل له لرغونې زمانې راهيسې چين او پاکستان د ورېښمو لارې له امله اړيکې درلودلې او تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې لا د پياوړتيا په حال کې دي. هيله من يم چې د دغه فعاليت له لارې لازيات پاکستانيان د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي.
(اواز ١)
د چين کولتوري اوونۍ د چين او پاکستان ترمنځ د کولتوري تبادلې د پياوړتيا يو ډېر مهم ميدان دی. روان کال په دغه فعاليت کې په عمده توګه د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه معلومات وړاندې شوي و.
د پاکستان د کولتور وزير شاه جيلاني په همدې ورځ په خپله وينا کې وويل د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې دندې تر پيل وروسته څو ځلې له چين څخه ليدنې کړی ، هغه هيله لري چې چين ته د سفر له لارې د چين د پرمختګ لارو چارو په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي او د کولتوري فعاليتونو د جوړولو له لارې په کولتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله او همکاری پياوړی شي . هغه له چين څخه مننه څرګنده کړه چې تل له پاکستان سره مرسته کوي.
(اواز ٢)
زموږ دوست ګاونډی چين په چټک ډول پرمختګ کوي .
د چيني کولتوري اوونۍ په فعاليت کې د اسلام اباد د کنفسيوس انسټيټوټ او د پاکستان د عصري ژبې پوهنتون ښوونکيو او زده کوونکو نندارچيانو ته د چين لرغونې کولتور معرفی کړی چې په کې په پاکستان کې د چيني زده کوونکي وو پنګ فی له خوا د خطاطۍ ننداره د پاکستانيانو تود هرکلی تر لاسه کړ.
د پاکستان د کولتور وزير شاه جيلاني له چين څخه مننه څرګنده کړه چې پاکستان ته د ژغورنې زياتې مرستې برابرې کړي. هغه وويل په دې وروستيو مياشتو کې پاکستان له سختو سيلاوونو سره مخامخ دی. چين د سپتمبر په ٢٢ نېټه اعلان وکړ چې پاکستان ته د ٢٠٠ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نوره بسپنه ورکړي.
(اواز ٣)
موږ ډېر وياړو چې د چين او پاکستان ترمنځ دوستی نه يوازی د حکومتونو ترمنځ، بلکې د خلکو ترمنځ دوستی هم ده. کله چې موږ له ستونزو سره مخامخ کېږو، چين تل له موږ سره مرسته کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |