CRI Online

د چين د کولتوري نظام اصلاحات پياوړی شوی

cri     (GMT+08:00) 2010-10-19 15:09:58

د چين کولتوري نظام له سترو اصلاحاتو سره مخامخ دی. له ٢٠٠٩ کال تر اوسه پورې د چين د کولتوري چارو د پرمختګ پلان په ګډون يو لړ مهمې تګلارې په پر له پسې توګه رامنځته شوی چې د کولتوري چارو د پرمختګ لپاره ګټور دی.

د چين د دونګ فانګ د هنري ډلې سندرغاړې ګوه ژونګ چې د رپاند سره بيرغ په نامه سندره يې وويله ، دننه په هېواد کې ډېره مشهوره شوه. اوس مېرمن ګوه ژونګ د نوموړې ډلې مرستياله او د سندرو ويلو يوه ښوونکې ده. هغې د اصلاحاتو په اړه داسې وويل

(اواز ١)

په تېره وخت کې موږ زيات شمېر اوپرا ګانو سندرې ويلې، خو اوس موږ بايد د اورېدونکو نظريو ته هم ډېره پاملرنه کوو.

تر اصلاحاتو وروسته د دونګ فانګ هنري ډله د دونګ فانګ هنري شرکت ګرځېدلی چې په کې څلور ډلې يعنې د بهرنيو سندرو او نڅاوو ډله، د چيني سندرو او نڅاوو ډله، د عاميانه او ولسي موزيک ارسترا او د ملي موزيک ارسترا شامل دي. د روان کال له اګست څخه تر سپتمبر پورې په بېجينګ کې د هېواد د هنري ډلو له خوا د غوره پروګرامونو په نندارو کې د دونګ فانګ هنري ډلې ٤ ماښامنۍ غونډې او کنسرټونه وړاندې کړي . د دغې هنري شرکت عمومي منيجر ګو شين خبريال ته وويل د اصلاحاتو له امله رامنځته شوی بدلون په مستقيمه توګه په بازار کې ليدل کېږي.

(اواز ٢)

نوی بدلون دا دی چې د نندارو شمېر او د ټکټونو د خرڅلاو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ١٨٠ او ١٥٠ سلنه زيات شوی .

له شمېرنې سره سم ، تر اوسه پورې په هېواد کې د تصديو په توګه تر اصلاحاتو وروسته د هنري ډلو شمېر ٢٢٨ ته رسېدلی چې په کې روان کال ١٠٦ نوي شرکتونه جوړ شوي دي.

د چين د مطبوعاتو او چاپونې عمومي ادارې مشر ليو بين جيه وويل په کولتوري برخه کې د مطبوعاتو او چاپونې د نظام اصلاحات په هر اړخيزه توګه روان دی. د هېواد په ٥١٨ مطبعو کې ٥٢٨ د تصديو په توګه ګرځېدلي دي.

له ٢٠٠٣ کال مخکې په چين کې د فلمونو د جوړولو شمېر له ١٠٠ څخه لږ و. په تېر کال کې ٤٥٦ فلمونه جوړ شوي چې په نړۍ کې د فلمونو د جوړولو درېيم لوی هېواد ګرځېدلی دی. روان کال د تانګ شان سترې زلزلې په نامه فلم تر نندارې وروسته په ١٧ ورځو کې د ٥٣٢ مليونه يوانو په ارزښت ټکټونه خرڅ شوي چې د چين په فلمي بازار کې تر ټولو زيات دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د فلمونو د جوړولو او د ټکټونو د خرڅلاو اندازې او د نندارچيانو او د سينماګانو شمېر په پر له پسې توګه لوړ شوی. د اټکل له مخې ، روان کال به په چين کې ٥٠٠ فلمونه جوړ شي. د چين د راډيو ، فلم او تلويزيون عمومي ادارې مرستيال جانګ هونګ سن خبري رسنيو ته وويل

(اواز ٣)

له بازاري حالاتو سره سم هيله لرو چې د روان کال په پای کې يو زر فلمي پردې زياتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای