CRI Online

د چين او ايټاليا ترمنځ د نوی والي فورم په روم کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2010-11-16 14:00:58

د چين او ايټاليا ترمنځ د نوی والي فورم د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ وزارت او د ايټاليا د عامې ادارې او نوي والي وزارت له خوا جوړ شوی . د نومبر په ٨ نېټه دغه فورم په ايټاليا کې د چين د کولتوري کال د يوې مهمې پروژې په توګه په روم کې پيل شو. د دغه فورم موخه د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوي والي په برخه کې د دواړو هېوادونو تبادلې او همکاري او د دوه اړخيزې دوستۍ اړيکې پياوړې کول دي.

(اواز ١)

د چين او ايټاليا د نغمو په بدرګه ياد شوی فورم پرانيستل شو چې له نوي والي څخه ډکه فضا ترې ښکاريدله. د چين او ايټاليا حکومتونه د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بهير کې د نوي والي مهم رول ته ډېره پاملرنه کوي. د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير وان ګانګ وويل په پوره توګه د ساينس او ټېکنالوژۍ رول لوبول، د اقتصادي جوړښت د تعديلولو بهير چټکتيا او د پرمختګ لارې چارې بدلون د چين د اقتصاد د پر له پسې پرمختګ لازم انتخاب دی. هغه وويل

(اواز ٢)

لومړی، د چين حکومت د پوهنې تمليکي حق ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي،دا د چين د نوي والي په چاپېريال کې يوه مهمه برخه ده . دوهم ، په چين کې بهرنۍ او کورنۍ تصدۍ ټولې له امتيازي تګلارو څخه برخمنې دي. د چين د ورخلاصون تګلاره يوه دايمي تګلاره ده چې په راتلونکو ٣٠ کلونو کې به په پر له پسې توګه پلې شي. بر سېره پر دې، د چين نوی والی نړۍ ته يو لاپراخ ميدان برابر کړی دی. هيله ده چې لازياتې تصدۍ د چين د نوي والي په بهير کې ګډون وکړي چې ګډ پرمختګ تر لاسه کړي.

ښاغلي وان ګانګ په ايټاليا کې ١٥ کاله ژوند کړی. د شانګهای په نړيوال نندارتون کې چې د ايټاليا نندارتون چې د نوي والي روحيې او د نوي والي ساينس او ټېکنالوژۍ له ځانګړتياوو څخه ډک و، څو مليونه تنه چيني نندارچيان راجلب شوي دي. د دغه هېواد حکومت په نړيوال نندارتون کې د نوي والي ايټاليا په نامه يوه پروژه وړاندې کړی چې په کې د دغه هېواد څه د پاسه سلو منځنيو او کوچنيو تصديو خپل نوی توليدات نندارې ته وړاندې کړي. د ايټاليا د عامې ادارې او د نوي والي وزير رېناتو برونېتا وويل چين او ايټاليا بايد په پوره توګه د منځنيو او کوچنيو تصديو د نوي والي توان د لوړولو لپاره کوښښ وکړي چې په نړيوال بازار کې لاپرمختګ ومومي.

(اواز ٣)

د نوي والي ايټاليا په نامه پروژه به لومړی په چين کې او وروسته به په نورو هېوادونو کې تر سره شي. موږ هيله لرو چې د چين يو شمېر منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ به په ايټاليا کې پانګه واچوي.

د اروپايي کميټې د رئيس مرستيال انتونيو تاجاني په اند د ايټاليا د توليداتو ډيزاين او کيفيت د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوي والي په برخه کې د چين او ايټاليا ترمنځ د همکارۍ مهم ټکی ګرزيدلی دی او د چيني بازار غوښتنه بايد د اروپايي ټولنې د نوي والي ستراتيژۍ ځانګړې څرګندونه وي.

د چين او ايټاليا د حکومتي سازمانونو، تصديو او د علمي ټولنې څه د پاسه ٢٠٠ استازيو په دغه فورم کې د ډيزاين ، الېکترونيکي حکومت، د بيا کاريدونکې انرژۍ، د ژوند ساينس په اړه بحثونه کړي دي. په ايټاليا کې د چين لوی سفير دينګ وی وويل روان کال د چين او ايټاليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٠ مې کاليزې سره برابر دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي والي فورم د جوړېدو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د همکارۍ لپاره خوځنده ځواک برابر شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای