CRI Online

د چين د تبت د کولتوري اوونۍ فعاليت د لومړي ځل لپاره په هسپانيا کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2010-11-22 19:36:50

د ٢٠١٠ کال لپاره د چين د تبت د کولتوري اوونۍ ١٠ ورځنی فعاليت چې د چين د دولتي شورا ، د تبت د خپلواکې سيمې حکومت او په هسپانيا کې د چين د سفارت له خوا جوړ شوی، د نومبر په ١٥ نېټه په مادريد کې پرانيستل شو.

دغه فعاليت په مادريد او والنسيا کې تر سره شوی چې د عکسونو نندارتون، د سندرو او نڅاوو او د چين له تبت پېژندونکو او طبي پوهانو سره د نظريو د تبادلې له لارې په هراړخيزه توګه د تبت لرغونی کولتور ، ځانګړی دودونه ، عصري ابادۍ او د خلکو ژوندانه حالت پکې نندارچيانو ته وړاندې شوی دی.

د چين د تبت د کولتوري اوونۍ فعاليت له ٢٠٠١ کال څخه تر اوسه پورې په زيات شمېر هېوادونو کې تر سره شوی دی . دا لومړی ځل دی چې په هسپانيا کې د چين د تبت په اړه ځانګړی مجموعي کولتوري فعاليت تر سره کېږي چې ستر اهميت لري. د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مدير مرستيال دونګ يون هو هيله لري چې د دغه فعاليت له لارې به د تبت په اړه د هسپانيا د خلکو معلومات لا ډېر شي.

(اواز ١)

دا لومړی ځل دی چې موږ په هسپانيا کې د تبت کولتور لويه مجموعي ننداره تر سره کوو. چين او هسپانيا دوستانه اړيکی لري ، خو د هسپانيا خلک د تبت د واقعي حالاتو په اړه ډېر معلومات نه لري، دا يو عمده لامل دی چې موږ دلته دغه فعاليت جوړوو. ځکه چې کولتور د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تبادلې پل دی ، موږ هيله لرو چې د کولتوري نندارې له لارې د تبت دوديز، غوره او کولتور او د دې سيمې د عصري کېدو پرمختګ تازه حالت وښودل شي.

په هسپانيا کې د چين لوی سفير جو بانګ د دغه فعاليت ډېر هرکلی وکړ . هغه وويل

(اواز ٢)

د دغې کولتوري اوونۍ له لارې به تاسو ته د تبت ځانګړي جذبات او ښکلې منظرې وړاندې شي.

د هسپانيا زيات شمېر چارواکو او دوستانو په همدې ورځ د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. د هسپانيا او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټولنې مشر جيسوس اوسونا وويل

(اواز ٣)

د هسپانيا خلک د تبت په اړه ځانګړی احساسات لري. په ٢٠٠٦ کال کې مې تبت ته سفر کړی و او د تبت ښکلې منظرې مې کتلې وې.

د تبت د کولتوري اوونۍ د پرانيستونکو مراسمو د جوړېدو په وخت کې د واورينو سيمو د ښکلو منظرو په نامه د عکسونو نندارتون پرانستونکي مراسم هم تر سره شول چې په کې د هسپانيا د عکاسانو په ګډون د چين او د بهرنيو هېوادونو د مشهورو عکاسانو څه د پاسه ٨٠ عسکونه او د تهانګکا په نامه څه د پاسه ٣٠ ښکلی انځورونه نندارې ته وړاندې شوې چې د سياست، اقتصاد، کولتور ، ټولنې، مذهب، د چاپېريال ساتلو او د خلکو د ژوند په ګډون څو برخو کې د تبت اوسنۍ پرمختګ ښودل شوی دی.

د هسپانيا يوې نندارچۍ مېرمن روسا خبريال ته وويل

(اواز ٤ )

زه له دغه فعاليت سره ډېره علاقه لرم. له دې امله چې تبت يو مرموز ځای دی. د عکسونو او تهانګکا انځورونو نندارتون د کتلو له لارې مې د تبت له ښکلو منظرو څخه خوند اخيستی دی . که فرصت ولرم، زه به په خپله تبت ته سفر وکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای