CRI Online

د پولنډ په رودېس کې د چين د کولتوري ورځې فعاليت تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2010-12-09 17:01:56

د نومبر په ٢٦ نېټه د پولنډ په رودېس ښار کې د چيني ژبې او کولتور د خپرونې په اصلي موضوع د چين د ځانګړې ورځې يو فعاليت تر سره شو چې د دغه هېواد زده کوونکو د چيني کولتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړی دی.

په همدې ورځ د چيني ورځې فعاليت د رودېس پوهنتون د نړيوالو اړيکو او سياست په انسټيټوټ کې تر سره شو. په پولنډ کې د چين د ښوونيز دفتر مدير ليو وان شنګ ، د رودېس پوهنتون د نړيوالو اړيکو او سياست د انسټيټوټ مشر توماس دومنسکي، د رودېس ښار حکومتي استازيو او د پولنډ د چيني ژبې ښوونکيو او زده کوونکو په ګډون څه د پاسه سلو تنو په دغه فعاليت کې ګډون درلود.

(اواز ١)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د پولنډ او چين د زده کوونکو له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې لارښوونکی يې د چيني ژبې ښوونکی ځو هونګ مين دی. په همدې ورځ د چيني سندرو او خطاطۍ په ګډون د چين دوديزې نندارې د ډېر پاملرنې وړ وې او د نندارچيانو تود هر کلی يې تر لاسه کړ.

د وارسا پوهنتون د چيني ژبې څانګې د کارپوه مرستيال چيچيورا چې په رودېس پوهنتون کې يې د چيني ژبې زده کړه کړې، د دغه فعاليت په ترڅ کې د چيني کولتور په اړه د ده د خپلو مالوماتو او پېژندنې داسې وويل

(اواز ٢)

نن ورځ زه ډېر خوشاله يم چې زيات شمېر زده کوونکي د چين په اړه معلوماتو سره علاقه لري. زه هيله لرم چې د چيني ورځې په شان فعاليت ورځ په ورځ زيات شي او لازيات ځوانان د چيني غني کولتور زده کړه وکړي. ٢١ پيړۍ د چين زمانه ده، موږ بايد په راتلونکي کې د چين په اړه د ډول ډول پوهنې څېړنې وکړو. که څه هم دا يو سخت کار دی چې د چيني کولتور زده کړه په پوره توګه وکړای شو، خو له چيني کولتور سره اشنا کيدل پخپله يو ډېر لوی علم دی.

دا لومړی ځل دی چې په رودېس پوهتون کې د چيني ورځې په نامه فعاليت تر سره شوی چې د دغه پوهنتون د اړوندو خواوو ستر ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. د رودېس پوهنتون د نړيړالو اړيکو او سياست د انسټيټوټ مشر دومنسکي وويل

(اواز ٣)

نننی فعاليت پر ما دومره اغيزه وکړه چې په کې ډېرې ښې علمي ويناوې په زړه پورې خبرې مې واورېدلې دي او د چيني کولتور په اړه بېلا بېلې برخې هم نندارې ته وړاندې شوی دي. د دغه فعاليت له لارې موږ د چيني دوستانو او د پولنډ له هغو زده کوونکو او کارپوهانو سره تماس نيولی دی چې د چيني ژبې او د چين په اړه معلوماتو باندې يې څېړنې کړی دی. نننی فعاليت برياليتوب تر لاسه کړی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د چيني کولتور خپرونې په پولنډ کې ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي . په دغه هېواد کې د چين د ښوونيز دفتر مدير ليو وان شنګ د چيني ورځې د فعاليت ډېره ستاينه وکړه. هغې وويل

(اواز ٤)

د چيني ورځې په نامه نننی فعاليت ستر برياليتوب حاصل کړی چې د چين او پولنډ زده کوونکو ترمنځ دوستی او د چين په اړه د پولنډ د زده کوونکو معلومات پياوړی کړی دی. دوی د دغه فعاليت له لارې د چين کولتور او هنر په اړه لازيات معلومات تر ګوتو کړي . دا يو ښه پيل دی او موږ به په راتلونکی کې په پر له پسې توګه دغه شان فعاليتونه تر سره کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای