CRI Online

په انټرنېټ کې د چينايانو له خوا د هند د سندرو ويلو او نڅاوو سيالۍ په بېجينګ کې پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2011-01-10 19:03:50

٢٠١٠ کال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر و. په انټرنېټ کې د چينايانو له خوا د هندي سندرو او نڅاوو سيالۍ چې د چين د نړيوالې راډيو ، د چين او هند د دوستۍ ټولنې او په چين کې د هند د سفارت له خوا جوړ شوی، د تېر دسمبر په ٢٩ نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده.

د دغې سيالۍ د جايزې ورکولو مراسم په بېجينګ کې د هند په کولتوري مرکز کې تر سره شول. د چين د نړيوالې راډيو د سر چلوونکی مرستيال ما بوه هوی ، د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو د مديريت چارواکي چن فنګ، په چين کې د هند د سفارت د سياسي او کولتوري مستشار ارون کومر ساهو او د چين او هند ترمنځ د دوستۍ ټولنې د سرمنشي مرستيالې لوان يو تاو په دغو مراسمو کې ګډون درلود او د جايزې ګټونکو ته يې جايزې او تصديق نامې ورکړلې.

د چين د نړيوالې راډيو د سر چلوونکي مرستيال ما بوه هوی په خپله وينا کې وويل

(اواز ١)

٢٠١٠ کال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر و. د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ٢٠٠٩ کال په جون کې د هند له صدراعظم سينګ سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٦٠مې کاليزې د نمانځنې فعاليت د تر سره کېدو وړانديز وکړ. صدراعظم ون جيا باو له هند څخه د خپلې ليدنې په وخت کې له صدراعظم سينګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٦٠ کاليزې د نمانځنې فعاليت د پای په مراسمو کې ګډون درلود. دواړو خواوو په خبرو اترو کې د خپلمنځی کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړی.

په انټرنېټ کې د چينايانو له خوا د هندي سندرو او نڅاوو سيالۍ د تېر نومبر په ٥ نېټه په رسمي توګه پيل شوی او د چيني ويبپاڼې کاروونکو تود هرکلی تر لاسه کړی دی. د دغې سيالۍ يو مسؤل چارواکي چيان هونګ جيانګ وويل

(اواز ٢)

د تشکيلاتي کميټې د لومړنۍ ارزونې له لارې ٢٠ لوبغاړي ټاکل شوی دی.

د دغې سيالۍ په ګډون کوونکو کې د تر ټولو زوړ او کوچنی لوبغاړيو عمرونه په جلا جلا توګه ٦٧ او ٨ کلونو دی. په پای کې يو تن د لومړی، ٢ تنه د دوهم او ٣ تنه د درېيم مقام ګټوونکي ټاکل شوي دي.

د تېرې پيړۍ په ٨مه لسيزه کې هندي فلمونه د چينايانو له خوا وستايل شول، د فلمونو د خپرونو له لارې چينايانو د هندي سندرو او نڅاوو ته زياتې پاملرنې کړی دی. د چين او هند ترمنځ د کولتوري تبادلې د پر له پسې پرمختګ له امله لازيات چينايان د هندي نڅاوو زده کړه کوي چې له امله يې د هندي کولتور په اړه معلومات تر لاسه کړی دی. د چين او هند ترمنځ د دوستۍ ټولنې د سرمنشي مرستيالې لوان يو تاو هيله لري چې د دغې سيالۍ له لارې به د هندي کولتور په اړه د چينايانو معلومات زيات شي.

که څه هم دغه سيالۍ پای ته ورسېدې، خو لازيات چينايان د دغه فعاليت له لارې د هندي سندرو ، نڅاوو او کولتور په اړه علاقه لري .په چين کې د هند د سفارت چارواکي ارون هيله لري چې چين او هند به په پر له پسې توګه دغه شان کولتوري فعاليتونه تر سره کړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستی او کولتوري تګ راتګ پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای