CRI Online

چين او پاکستان ترمنځ کولتوري تګ راتګ پياوړی شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2011-01-10 21:00:53

په پاکستان کې د چين کولتوري مستشار يانګ لين های په دې وروستيو ورځو کې په ٢٠١٠ کال کې د چين او پاکستان ترمنځ کولتوري تبادلې او همکارۍ يادونه وکړه. هغه وويل که څه هم په ٢٠١٠ کال کې د پاکستان امنيتي حالات سخت و، خو د چين او پاکستان ترمنځ کولتوري تګ راتګ پياوړی شوی دی.

په پاکستان کې د چين کولتوري مستشار يانګ لين های وويل پاکستان په ٢٠١٠ کال کې له سترو سيلاوونو سره مخامخ و چې د ټولنې او اقتصاد په ګډون بېلا بېلو برخو ته سخت زيانونه رسولی دی، خو چين او پاکستان د ستونزو په وړاندې په فعاله توګه خپلمنځی همکارۍ پياوړې کړي.

(اواز ١)

زما په اند دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ مرکز هم جوړ شوی دی.

ښاغلي يانګ لين های وويل په ٢٠١٠ کال کې د چين د ښوونې وزارت په پر له پسې توګه بهر ته د پوهنې پانګونې تګلارې پلی کړی چې لازيات پاکستاني زده کوونکي اوس په چين کې زده کړه کوي. هغه وويل

(اواز ٢)

په کولتوري برخه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ همکاری په رښتينی توګه پياوړې شوې ده.

په عين وخت کې ښاغلي يانګ هم وويل د تېر کال په اګست کې د چين نړيوالې راډيو د عمومي چلوونکی مرستيال لی جونګ شانګ د پلاوی په مشرۍ له پاکستان څخه ليدنی کړی او د خبري رسنيو تبادلوی فورم يې جوړ کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د کولتوري تبادلې لپاره ستر اهميت لري.

٢٠١١ کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر دی. ٢٠١١ کال د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو له خوا د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال په توګه ټاکل شوی دی.

(اواز ٣)

په ٢٠١١ کال کې د دواړو خواوو ترمنځ کولتوري تبادله به د ٢٠١٠ کال په پرتله زياته شي چې يو شمېر تبادلوی پروژی د سلامشورو له لارې ټاکل شوی دی.

ښاغلي يانګ لين های وويل د دوستۍ کال له لارې به په ښوونيزه برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله او همکاری لاپياوړی شي.

(اواز ٤)

د کنفسيوس انسټيټوټ له سيسټـم سره سم به ١٠٠ زده کوونکو ته سکالرشيپ ورکړي. په عين وخت کې به ١٠٠ پاکستاني زده کوونکو ته بلنه ورکړي چې له چين څخه ليدنې وکړي.

د خبري رسنيو ترمنځ تبادله د کولتوري تبادلې يوه مهمه برخه ده. په تېر دسمبر کې له پاکستان څخه د صدراعظم ون جيا باو د ليدنې په وخت کې په دغه هېواد کې د چين نړيوالې راډيو د انګليسی او اوردو ژبو د پروګرامونو د ايف ايم څپې باندې خپرونو د پيل په اړه د همکارۍ موافقه ليکونه لاسليک شوي دي. د روانې مياشتې له ١٧ نېټې څخه به د اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، ملتان او کوهاټ په ګډون ٥ ښارونو کې په مستقيمه توګه چيني خپرونې اورېدل شي. ښاغلي يانګ لين های د دې مبارکی وکړله.

(اواز ٥)

د چين نړيوالې راډيو له لسګونو کلونو راهيسې د چيني بڼې د مالوماتو خپرولو او د چينايانو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره ستر خدمتونه کړي دي. خوشاله يم چې د چين نړيواله راډيو په چټک ډول پرمختګ کوي او په نړۍ کې يې اغېزه هم ورځ په ورځ پراخېږي. زه باور لرم چې د پاکستان د نوموړو ٥ ښارونو ښاريان به د دغو پروګرامونو د اورېدلو له لارې د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای