د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د کولتور وزيرانو ٣مې دورې غونډه د جنورۍ په ١٨ او ١٩ نېټه د جاپان په لرغوني کولتوري نارا ښار کې تر سره شوه. د ګډون کوونکو استازيو تر غونډې وروسته د نارا اعلاميه خپره کړه . د چين د کولتوري چارو وزير څای وو، د جاپا د کولتور او ساينس وزير او د کوريا جمهوريت د کولتور او سپورټ وزير د خپلو پلاويو په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون درلود او د خپلمنځيو کولتوري تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.
د جنورۍ د ١٩ نېټې په سهار د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د کولتور وزيرانو راغونډ کړي چې د کولتور او هنر، د نامادي کولتوري اثارو او کولتوري صنعت په برخو کې د خپلمنځي تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا په اړه ژور بحث وکړي. تر هغه وروسته د چين د کولتور وزير څای وو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل
(اواز ١)
نننی سهار زموږ د ٣ هېوادونو د کولتور وزيرانو په غونډه کې په کولتوري برخه کې د خپلمنځی همکارۍ په اړه ژور بحث کړی چې ستر پرمختګونه مو تر لاسه کړي دي. لومړی، موږ يو ځل بيا د سيمه ييزې همکارۍ لپاره د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ستر اهميت منلی وو چې متقابل تفاهم او دوستی پياوړی کړی او د خپلمنځيو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره يې ډېر ګټور دی. دوهم، موږ يو ځل بيا د ٣ هېوادونو د کولتور وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ نظام د پرمختګ لوری ټاکلی.درېيم ، د وزيرانو په غونډه کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلي کېدو لپاره يو نظام مو جوړ کړی.موږ هم تائيد کړو چې د ٢٠١٢ کال د درېيو هېوادونو د کولتور وزيرانو غونډه به په چين کې تر سره شي.
د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د کولتور وزيرانو غونډه په کولتوري برخه کې د درېيو هېوادونو ترمنځ د سلامشورې يو مهم حکومتي نظام دی. د لومړی او دوهمې دورې غونډې په جلا جلا توګه په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کال کې د چين په نان تونګ او د کوريا جمهوريت په چيجو کې تر سره شوې وې. د چين د کولتور وزارت د بهرنيو کولتوري چارو ادارې د اسيايي څانګې مشر وانګ چن وويل د درېيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د يوې مهمې برخې په توګه د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د کولتور وزيرانو غونډه په دې وروستيو کلونو کې د درېيو هېوادونو خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره ستر رول لوبولی دی.
(اواز ٢)
د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د کولتور وزيرانو غونډه د درېيو هېوادونو په چوکاټ کې د وزارت په کچه د همکارۍ په ١٦ نظامونو کې يوه ده.
ښاغلي وانګ چن وويل د دغه تبادلوي نظام تر جوړېدو راهيسې ٤ کلونه تېر شوی دی . ګډون کوونکو استازيو په نننۍ غونډه کې د راتلونکی همکارۍ په اړه بحث کړی دی.
له نارا اعلاميې سره سم به چين، جاپان او د کوريا جمهوريت په ٥ برخو کې د خپلمنځی کولتوري تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي ، يعنې په کولتوري او هنري برخو کې خپلمنځی تبادلې ، د کولتوري اثارو په برخو کې همکاری، د کولتوري صنعت په برخو کې همکارۍ او د درېيو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم به نور هم پياوړی کړي او په راتلونکي کې به هر کال د درېيو هېوادونو د کولتور وزيرانو يوه غونډه جوړوي. د چين د کولتور وزير څای وو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل دغه نظام د درېيو هېوادونو او د سيمه ييزې تبادلې او همکارۍ او د خپلمنځی دوستۍ د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري.
(اواز ٣)
تاسې پوهېږئ چې زموږ هېوادونو ترمنځ او په نړيوالو او سيمه ييزو اړيکو کې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت پراخې ګډې ګټې او دندې لري. موږ بايد خپلمنځی تګ راتګ ، تبادلې او همکارۍ نورې هم پياوړې کړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |