CRI Online

د بېجينګ د جذابيت په نامه د عکسونو نندارتون په توکيو کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2011-02-16 15:03:49

د بېجينګ د جذابيت په نامه د انځورونو نندارتون د فبرورۍ په ٨ نېټه د جاپان د توکيو په حکومتي ماڼۍ کې پرانيستل شو چې د چين ، امريکا، جاپان، المان او بريټانيا په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو مشهورو عکاسانو د ٨٥ عکسونو له لارې د پلازمېنې بېجينګ لرغونې او اوسنۍ منظرې نندارې ته وړاندې شوې دي. دغه نندارتون زيات شمېر نندارچيان راجلب کړي دي.

د بېجينګ جذابيت د کولتوري فعاليتونو د يوې مهمې برخې په توګه د عکسونو نندارتون پرانيستونکی مراسم د همدې ورځې سهار په لسو بجو تر سره شول. له دې مخکې زيات شمېر جاپاني نندارچيان د نندارتون په ځای کې راغونډ شوی دی . ښاغلي سوزوکي هېڅکله له چين څخه ليدنه نه ده کړې. هغه په دغه نندارتون کې د عکسونو تر کتلو وروسته داسې وويل

(اواز ١)

د دغو عکسونو تر کتلو وروسته مې يو تازه چين وپېژندلو چې له دې مخکې راته نه و معلوم. زما په اند چين يو لرغونی هېواد دی.

که څه هم مېرمن ايتو ٢ ځله له بېجينګ څخه ليدنې کړی، خو په همدې ورځ د دغه نندارتون تر کتلو وروسته يې پر دې ټينګار وکړ چې هغه به يو ځل بيا بېجينګ ته سفر وکړي.

(اواز ٢)

دلته زيات شمېر عکسونه له بېجينګ څخه زما د کتنې په وخت کې له منظرو سره توپيرونه شته.

د بېجينګ د جذابيت په نامه د عکسونو نندارتون د لرغونې بېجينګ، عصري بېجينګ، د بېجينګ منظرې ، د خلکو ژوند او د چين او جاپان ترمنځ د دوستۍ په ګډون د ٥ برخو له لارې د بېجينګ ښار پرمختګ او کولتوري ميراث نندارې ته وړاندې شوی دی. په عين وخت کې د بېجينګ د نامادي کولتوري اثار د څو تنو ميراث اخيستونکو نندارې هم زيات شمېر نندارچيان راجلب کړي دي.

د بېجينګ د جذابيت په نامه د عکسونو نندارتون د توکيو د حکومتي ماڼۍ په ٤٥ پوړ کې تر سره شوه چې په دغه ښار کې يو مشهور ځای دی. په توکيو کې د چين د سيلانيزې ادارې سر استازي فان جيو لينګ وويل

(اواز ٣)

له دې امله چې د توکيو حکومتي ماڼۍ غرفه عامو وګړيو په مخ خلاصه شوی، نو په دغه ځای کې د عکسونو نندارتون تر سره کېږي چې له جاپاني خلکو سره نژدی تماس نيولی دی. دلته جاپاني او بهرنۍ سيلانيان نه يوازی د توکيو، بلکې د بېجينګ منظرې هم ګوري.

د بېجينګ د جذابيت په نامه د عکسونو نندارتون د بېجينګ ښاري حکومت د مطبوعاتي دفتر د بهرنيو کولتوري تبادلوي فعاليتونو يوه پروژه ده چې په وار سره د امريکا، بريټانيا، فرانسې او المان په ګډون څو هېوادونو کې تر سره شوی دی. دغه ځل په جاپان کې يې د دغه هېواد د خلکو تود هرکلی تر لاسه کړی دی. د بېجينګ حکومت د مطبوعاتي دفتر مديرې مېرمن وانګ هوی وويل

(اواز ٤)

دغه نندارتون څه د پاسه شل ځله په بهرنيو هېوادونو کې تر سره شوی چې د نندارچيانو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی.

په توکيو کې د بېجينګ د جذابيت په نامه د عکسونو نندارتون د روانې مياشتې په ٩ نېټه پای ته ورسېد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای