CRI Online

په پاکستان کې د کنفوسيوس راډيويي کورس د خپرونې فعاليت په بريالۍ توګه پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2011-03-05 18:00:43

د چين او پاکستان ترمنځ کولتوري فورم يعنې په پاکستان کې د چين د نړيوالې راډيو د کنفوسيوس راډيويي کورس د خپرونې فعاليت د فبرورۍ په ١٠ نېټه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پښور ښار په يو ښځينه ښوونځی کې تر سره شو.

د روانې مياشتې په ١٠ نېټه د خيبر پښتونخوا ايالت د ښوونې وزير غازي محمد، د مالدارۍ وزير حاجي هدايت الله خان، د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مشر او سرمنشي سعيد ګيلاني ، د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو استازيو او د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون څه نا څه ١٥٠ تنه په دغه فعاليت کې ګډون درلود.

ښاغلي ګيلاني په خپله وينا کې وويل د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې تل ټينګې دي. روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر دی. هيله ده چې د چين د نړيوالې راډيو د کنفوسيوس راډيويي کورس په پر له پسې توګه د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پل رول ولوبوي.

(اواز ١)

کنفوسيوس د چين يو لرغونې ښوونکی ستر عالم او متفکر و . د چين نړيوالې راډيو په مظفر ګړه کې د کنفوسيوس راډيويي کورس پرانيستلو او هيله لرم چې د خيبر پښتونخوا ايالت په ښوونيزو سازمانونو کې د چين کولتور نورهم ترويج ومومي.

ښاغلي غازي محمد په خپله وينا کې وويل د پاکستان او چين ترمنځ دوستي د دواړو هېوادونو خلکو يوه ټينګه عقيده. هغه هيله لري چې د کنفوسيوس راډيويي کورس به ژر په پېښور کې پرانيستل شي.

(اواز ٢)

زموږ ملت او ټول ځوانان پوهېږي چې نه يوازې پاکستان له کوم ستونزې سره مخامخ وي، چين به هميشه له موږ سره مرسته وکړي.

د دغه ايالت د مالدارۍ وزير هدايات الله خان د پاکستان او چين د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا په برخو کې د چين د نړيوالې راډيو او د کنفوسيوس راډيويي کورس د خدمتونو ستاينه وکړه. هغه وويل که څه هم د دواړو هېوادونو ژبې بېلې دي، خو خپلمنځي دوستي يو شان ده.

(اواز ٣)

د چين او پاکستان ترمنځ دوستي په نړۍ کې يوازنۍ او بې مثاله ده چې د غر په پرتله لوړه او د سمندر په پرتله ژوره ده. هيله لرم چې زموږ زده کوونکي د زده کړو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.

د پښور د سرحد نمونوی ښځينه ښوونځی مشرې صديا امن وويل د چيني دوستانو لپاره پاکستان ستاسې پاکستان دی او زموږ لپاره چين زموږ چين دی، ځکه چې موږ يوه کورنۍ ده. هيله لرم چې د چيني ژبې د زده کړو لپاره به دلته زده کوونکي لازيات فرصتونه ولري.

(اواز ٤)

موږ پوهېږو چې د چيني دوستان له پاکستان سره ژوره مينه لري.

زده کوونکي د چيني کولتور او چيني ژبې په اړه ډېره علاقه لري چې په جلا جلا توګه هيله څرګنده کړه چې په پېښور کې به د کنفوسيوس راډيويي کورس پرانيستل شي، نو د چيني ژبې د زده کړو لپاره به دوی ته لا ښې اسانتياوې برابرې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای