CRI Online

د م م راپور وايي د نوی او ابتکاري چارې د اقتصادي اعادې لپاره ځانګړی رول لري

cri     (GMT+08:00) 2011-04-05 19:53:03

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډه او د م م پرمختيايي ادارې د مارچ په ٣٠ نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې په ګډه د ٢٠١٠ کال د نوي او ابتکاري اقتصادي راپور خپور کړ. له دغه راپور سره سم د دوديزو چارو په پرتله نوي او ابتکاري چاری له نړيوال اقتصادي بحران سره د مقابلې په بهير کې غښتلی ځواک لري چې تر نويو حالاتو لاندې د اقتصادي اعادې لپاره ځانګړی رول لري. ياد شوی راپور د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې ، د م م پرمختيايي ادارې، د م م ښوونيز، علمي او کولتوري سازمان، د پوهنې تمليکي حق نړيوال سازمان او د نړيوال سوداګريز مرکز له خوا جوړ شوی چې په کې د اوسنيو نړيوالو اقتصادي حالاتو د پرمختګ په اړه د م م نظريې څرګندې شوی چې د نړيوالو او سيمه ييزو تګلارو پر جوړېدو به اغېزه وکړي. په دغه راپور کې ويل شوی چې نوې او ابتکاري چارې په هر اړخيزه توګه د اقتصادي پرمختګ يوه سرچينه ده. له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې په نړۍ کې د ظريفو صنائعو،ويډيو، کتابونو، ډيزاين، فلمونو، موسيقۍ ، نويو رسنيو او د ننداری هنر په ګډون د نويو او ابتکاري توليداتو او خدمتونو صادراتي انډول ١٠٠ سلنه زيات شوی چې ٦ سوه مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی و. که څه هم په ٢٠٠٨ کال کې د نړيوال پولي بحران له امله نړيواله سوداګريزه اندازه ١٢ سلنه ټيټه شوی ، خو د نويو او ابتکاري توليداتو او خدمتونو صادراتي ارزښت لاهم زيات شوی دی چې له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې په منځنۍ توګه هر کال ١٤ سلنه زيات شوی دی. په عين وخت کې د چين د نويو او ابتکاري توليداتو صادراتي ارزښت څه نا څه ٨٥ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې په نړيوالو بازارونو کې يې ٢١ سلنه نيولی ده. له دې څخه څرګندېږي چې نوی او ابتکاري چاری د پرمختيايي هېوادونو د ډول ډول اقتصادي سيسټمونو د پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي دي. د م م د پرمختيايي ادارې مرستيالې ريبيکا ګرينسپان وويل که په ښه توګه اداره کړي، نوی او ابتکاري اقتصاد به د ټولنيز اقتصادي پرمختګ سرچينه وګرځي چې د استخدام، نوی والی او سوداګرۍ په برخو کې به فعال رول ولوبوي . د م م د سوداګرۍ د پرمختګ غونډې د نوي او ابتکاري چارې مديرې ايدنا دوس سانتوس دويسنبرګ وويل د انټرنيټ او نوی ساينس او ټېکنالوژۍ پرمختګ پرمختيايي هېوادونو ته نوی انتخابونه برابروی چې په نړيوالو بازارونو کې د دوی نوی او ابتکاري تصديو اغېزې پراخې کړي. ياد شوی راپور د ٤٠ پرمختيايي هېوادونو د مثالونو له لارې دا څرګنده کړه چې نوی او ابتکاري اقتصاد نه يوازې د پرمختيايي هېوادونو بېوزلو خلکو ته کاري فرصتونه او روزنې برابرې کړي، بلکې د دغو هېوادونو د سوداګريز پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي. په دغه راپور کې د نوي او ابتکاري اقتصاد له لارې په هراړخيزه توګه د بېلا بېلو هېوادونو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره هم وړانديزونه برابر شوي دي چې سمې عامې تګلارې او ستراتيژی د نوي او ابتکاري اقتصاد له لارې د ټولنيز او اقتصادي پټ توان د لوبولو لپاره ستر رول لري. په دغه راپور کې هم ويل شوی چې بايد په پام کې ونيسي چې نوي او ابتکاري اقتصاد د ټولنې، کولتور، اقتصاد، ساينس او ټېکنالوژۍ او چاپيريال په ګډون له څو برخو سره تړاو لري او بايد د اړوندو چارو د پرمختګ ملاتړ وکړي. دغه راپور هم بېلا بېلو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د پوهنې تمليکي حق به د نوي او ابتکاري اقتصاد په اړه د تګلارو پر جوړېدو اغېزه وکړي، نو بايد د اړوندو تګلارو د جوړولو په بهير کې د سيمه ييزې ټولنې ښوونې ، کولتور او چاپيريال ته پام وکړي
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای