CRI Online

چين او استراليا د ساينس او ټېکنالوژۍ او کولتور په برخو کې خپلمنځی همکاری پياوړی کړی

cri     (GMT+08:00) 2011-04-20 19:23:28

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين چې له استراليا څخه پر ليدنې بوخت دی، د اپرېل په ٩ نېټه په بريسبېن کې د چين د باو ګانګ شرکت او د استراليا د ګډ څېړنيز مرکز او د ګريفيس پوهنتون د سيلانيز کونفسيوس انسټيټوټ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلود. له دی څخه څرګندېږي چې د ساينس او ټېکنالوژۍ او کولتور په برخو کې د چين او استراليا ترمنځ همکاری نوی پرمختګ موندلی دی.

د چين او استراليا حکومتونو ترمنځ د ساينس او ټېکنالوژۍ همکاری موافقه ليک ٣٠ کلن تاريخ لري. په دې وروستيو کلونو کې د ساينس او ټېکالوژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي. بر سېره پر دی، د چين د اوسپنو او فولادو د جوړولو مشهور شرکت- د باو ګانګ شرکت د استراليا د قوينسلنډ پوهنتون او د نيوويلس پوهنتون په ګډون له ٤ پوهنتونونو سره يو څېړنيز مرکز جوړ کړی چې په عمده توګه به د فلزسازۍ، نويو موادو ، نوی انرژۍ او د شنوخونيزو ګازو د خپرېدو د کمولو او د لوړو تخنيکونو د پرمختګ په اړه څېړنيز کارونه تر سره کړي. د قوينسلنډ پوهنتون مشر پول ګرينفيلډ وويل

(اواز ١)

د باو ګانګ شرکت د استراليا له ٤ پوهنتونونو سره همکاری کړی چې د هغو چارو د پر له پسې پرمختګ لپاره به پرمخبيولو رول ولري کوم چې د کاربون دوه اکسايد د ايستلو اندازه په نړۍ کې ډېره زياته ده.

په راتلونکو ٥ کلونو کې به د باو ګانګ شرکت دغه څېړنيز مرکز ته د ٢٥ مليونه استراليايي ډالرو په ارزښت پانګې ولګوي. له پلان سره سم به د روان کال په دوهمه نيمايي کې د دغه مرکز د لومړنی ډلې څېړنيزې پروژۍ پيل شي.

جيا چينګ لين د پرانيستلو په مراسمو کې وويل دواړو خواوو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ څېړنيز مرکز جوړ کړی چې د ساينس او ټېکنالوژۍ ، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د چين او استراليا ترمنځ د همکاری لپاره به فعال رول ولوبوي. هغه وويل د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې وړانديز شوی چې بايد په پوره توګه د نوی انرژۍ، نويو موادو او د انرژۍ د سپماولو او د چاپيريال ساتنې په ګډون نوی ستراتيژيکی چاری پرمختګ وکړي.

د ګريفيس پوهنتون د سيلانيز کونفسيوس انسټيټوټ په نړۍ کې لومړنی سيلانيز کونفسيوس انسټيټوټ دی. دغه انسټيټوټ د سيلانۍ په ځانګړيتا د چيني ژبې د زده کړو نوی لاری چارې پيدا کړی. د ګريفيس پوهنتون افتخاری مشرې مېرمن لينين فورډ وويل

(اواز ٢)

ګريفيس پوهنتون له چين سره د دوستی او همکاری روحيه به د سيلانيز کونفسيوس انسټيټوټ د جوړېدو له امله په پر له پسې توګه پراخه شي. له دی امله چې سيلانی د چين او استراليا ترمنځ په اړيکو کې ستر اهميت لري، نو ښايي چې دغه انسټيټوټ به د سيلانيزې اېجنسۍ او اړوندو سازمانونو د چيني کولتور او چيني ژبې لوستلو د خپرولو لپاره مهم رول ولوبوي.

جيا چينګ لين په يادو شويو مراسمو کې د کولتور په برخه کې د چين او استراليا ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د سترو پرمختګونو ډېره ستاينه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ

(اواز ٣)

موږ په بهرنيو هېوادونو کې د کونفسيوس انسټيټوټونو د جوړولو موخه دا ده چې د چيني ژبې تدريس مروج کړو، د چين او نورو هېوادونو ترمنځ کولتوري تبادلې، متقابل تګ را تګ او د چين او نورو هېوادونو خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړو.

د خبر له مخې، له ٢٠٠٥ کال راهيسې د چين او استراليا مشهورو پوهنتونونو او پوهنځيو سره همکاری کړی چې په وار سره د کونفسيوس ١١ انسټيټونه جوړ کړی چې د دواړو هېوادونو خلکو، په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ تبادلی لپاره يو پل جوړ کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای