CRI Online

د م م د چيني ژبې د ورځې د نمانځنې فعاليت په نيويارک کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2011-04-27 16:54:01

د م م د چيني ژبې د ورځې د نمانځنې دوهم ځل فعاليت د اپرېل په ٢٠ نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شو. په مطبوعاتي چارو کې د م م د سرمنشي مرستيال کيو اکاساکا او په م م کې د چين دايمي استازی لی باو دونګ او د ده مېرمن، په نيويارک کې د چين عمومي قونسل، په م م کې دايمي ديپلوماتانو او د م م د سکريتر کارکوونکو په ياد شوی فعاليت کې ګډون درلود.

دغه فعاليت د م م د مطبوعاتي څانګې له خوا جوړېږي چې موخه يې د م م په سيسټم کې د بريټانوی، فرانسوی، روسي، هسپانوي، عربي او چيني ژبو مساوی استعمال دی. د م م د سرمنشي مرستيال کيو اکاساکا وويل چيني ژبه په نړۍ کې تر ټولو لرغونی ژبه او د ويونکيو شمېر يې تر ټولو زيات دی. په عين وخت کې چيني ژبه د م م يوه رسمي ژبه هم ده.

(اواز ١)

د م م د جوړېدو په پيل کې چيني ژبه د يوې رسمي ژبې په توګه ټاکل شوی ده. چيني ژبه په نړۍ کې تر ټولو لرغونې او د ويونکيو شمېر يې تر ټولو زيات دی. موږ پوهېږو چې په نړۍ کې څه د پاسه مليارډ تنه چيني ژبه وايي.

ښاغلي کيو اکاساکا وويل د تېر کال د م م د چيني ژبې د ورځې د نمانځنې د لومړنی فعاليت په پرتله سږنی فعاليت د ډېر پاملرنی وړ دی.

په م م کې د چين دايمي استازي لی باو دونګ د دغه فعاليت د نمانځنې په مراسمو کې وويل د ټولنيز پرمختګ له امله د چين او نورو هېوادونو ترمنځ تبادلې ورځ په ورځ پياوړې شوي دي.

(اواز ٢)

اوس نړۍ پرمختګ کوی او چين هم د پرمختګ په حال کې دی. نړۍ بايد چين او چين بايد نړۍ وپېژنی. اوس لازيات چينايان د بهرنيو ژبو زده کړه کوي او هم لازيات بهرنيان د چيني ژبې زده کړه کوي. له دی څخه څرګندېږي چې موږ بايد خپلمنځي تفاهم پياوړی کړو او ژبه تر ټولو يوه ښه وسيله ده.

په نيويارک کې د چين سر قونسل پنګ که يو د چيني ژبې د ملي دفتر په استازيتوب م م ته د چيني کولتور د تجربه کولو په اړه د چيني ژبې زده کولو يو مکمل تجهيزات ورکړ چې د م م ديپلوماټانو او کارکوونکو د چيني ژبې د زده کولو لپاره به ګټور وي. بر سېره پر دې د چين د هه نان د ښوونيز پرېس اداری هم په م م کې د چين استازيتوب ته ځينی قاموسونه او اړوند کتابونه د بسپنې په توګه ور کړي دي.

په همدې ورځ د خطاطۍ ، ولسي موسيقۍ او نقاشۍ نندارتونونو په ګډون يو لړ خوندور فعاليتونه هم تر سره شوي دي.

اليکس په م م کې يو فرانسوی کارکوونکی دی. هغه د چيني ژبې په اړه ډېره علاقه لري او اوس د م م د چيني ژبې د روزنې په کورس کې يې ګډون کوي. هغه وويل ٦ کاله دمخه يې له چيني کولتور سره د زياتې مينې له امله د چيني ژبې پر زده کولو پيل وکړ.

(اواز ٣)

زه په پوهنتون کې د چين د فلسفی ، په تېره بيا د تاويزم سره ډېره علاقه لرم، زما په اند چيني کولتور ډېر په زړه پوری او جالب دی.

اليکس وويل د تېرې مودې په پرتله اوس د چيني ژبې د زده کړې سرچينې او لارې رنګارنګ دي.

ديبورا فالوس په ١٩٨٦ کال کې په چين کې د چيني ژبې زده کړه وکړه او تر ٢٠ کلونو وروسته يې يو ځل بيا چين ته راغلې ده. دې وويل په چين کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. اوس زيات شمېر خلک د چيني ژبې زده کړه کوي او په نړۍ کې بېلا بېل هېوادونه به حتمأ د چين او د چيني کولتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي. هغه باور لري چې د ژبې له لارې به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تفاهم د پياوړتيا لپاره لانورې مرستې هم برابرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای