CRI Online

د چين او اندونيزيا ترمنځ ستراتيژيکی همکاری اړيکې په چټک ډول پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-03 20:05:21

له څو کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې د چين او اندونيزيا ترمنځ تبادلې او همکاری په پر له پسې توګه پياوړی شوی او د دوه اړخيز سوداګريز ارزښت کال په کال لوړ شوی دی. د چين صدراعظم ون جيا باو به ژر له اندونيزيا څخه ليدنه وکړي، د دغه هېواد د عامه افکارو په اند د ون جيا باو د ليدنې له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د نورهم پرمختګ لپاره ګټور وي.

له اوږدې مودې راهيسې چين او اندونيزيا خپلمنځی دوستانه تګ راتګ ټينګ کړی. په ٢٠٠٥ کال کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د اندونيزيا ولسمشر سوسيلو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د ټينګېدو په اړه يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړ. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په هر اړخيز،چټک او سالم ډول پرمختګ کړی او د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ او متقابل سياسي تفاهم ورځ په ورځ پياوړی شوی دی. دواړو هېوادونو نه يوازې د چين او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ، بلکې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په برخو کې نژدی همکاری کړی دی.

٢٠١٠ کال د چين او اندونيزيا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر و او د چين او اندونيزيا ترمنځ د دوستۍ کال هم و. د تېر کال په پيل کې د چين د دولتي شورا غړي دای بينګ ګوه له اندونيزيا څخه ليدنه وکړه او د چين او اندونيزيا د صدراعظم د مرستيال په کچه د خبرو اترو نظام دوهمه غونډه کې ګډون درلود. ښاغلي دای بينګ ګوه د اندونيزيا د سياسي، قانوني او امنيتي چارو له وزير سره د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د پلی کېدو په اړه د دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ د ګډې اعلاميې عملياتي پلان لاسليک کړ .

د ٢٠١٠ کال په جون کې رئيس هو جين تاو د کاناډا په تورونتو کې د شلو لويو اقتصادي هېوادونو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې له سوسيلو سره خبرې اترې وکړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د نورهم پرمختګ په اړه بحث وکړ. دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو کې د واقعي همکاری، لوړپوړی تګ راتګ ، اقتصادي او سوداګريزې همکاری او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د همغږی د پياوړتيا په اړه موافقو ته رسېدلی دی.

د ٢٠١٠ کال په اکتوبر کې د اندونيزيا د ولسمشر مرستيال د چين او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې د سوداګرۍ او پانګونې په سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود او وينا يې وکړه. تر هغه وروسته هغه د ٢٠١٠ کال د شانګهای له نړيوال نندراتون څخه ليدنه وکړه او د اندونيزيا په ودانۍ کې د پانګونې په فورم کې يې ګډون وکړ. د تېر کال په نومبر کې د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې رئيس وو بانګ ګوه له اندونيزيا څخه ليدنه وکړه او په جلا جلا توګه يې له سوسيلو او د دغه هېواد د ملي پارلمان له مشر سره وکتل. د روان کال په اپرېل کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير له چين څخه ليدنه وکړه او د چين د بهرنيو چارو له وزير يانګ جی چه سره يې خبرې اترې وکړې. تر هغه وروسته د اندونيزيا پارلمان مشر هم له چين څخه ليدنه وکړه.

بر سېره پر دې د چين او اندونيزيا ځواکونو ترمنځ تګ راتګ هم پياوړی شوی دی. د ٢٠١٠ کال په می کې د چين د مرکزي پوځي کميټې مرستيال ګوه بوه شيونګ له اندونيزيا څخه ليدنه وکړه . په دسمبر کې د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير ليانګ ګوانګ ليه په بېجينګ کې د اندونيزيا د ځمکني ځواکونو له درستيز سره وکتل چې د دواړو خواوو د ګډو پاملرنې وړ مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.

په ٢٠١٠ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په چټک ډول پرمختګ کړی چې د دوه اړخيزه سوداګريزه اندازه ٤٢ مليارډ او ٧٥٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٩ کال په پرتله ٥٠ اعشاريه ٦ سلنه زياته شوی وه. د چين د سوداګريزو چارو وزير چن ده مينګ د روان کال په اپرېل کې په اندونيزيا کې د چين او اندونيزيا د اقتصادي او سوداګريزې ګډې کميټې په لسمه غونډه کې د ګډون په وخت کې وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکاريو نوی پرمختګ موندلی دی.

د تېر کال په جولای کې د چين مذهبي پلاوی په جاکارتا کې د ٢٠١٠ کال د چين او اندونيزيا د اسلامي کولتوري نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی او له دغه هېواد څخه يې ٥ ورځنۍ ليدنې کړی چې د اندونيزيا خلکو تاوده هرکلی يې تر لاسه کړی دی.

د چين او اندونيزيا د حکومتونو او خلکو ترمنځ له پر له پسې تګ راتګ څخه څرګندېږي چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره په تاريخ کې تر ټولو يوه ښه موده ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای