CRI Online

د بېجينګ د لومړنۍ دورې نړيوال فلمي فيسټيوال د فلم په برخه کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ تبادلې پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-10 11:02:06

د چين د فلم مشهور لارښوونکي وو يو سن د اپرېل په ٢٥ نېټه په بېجينګ کې اعلان وکړ چې د الوتونکي پړانګ په نامه فلم د جوړولو لپاره به ٦ سوه مليونه يوانه ولګوي. ښاغلي وو يو سن وويل د دغه فلم د جوړولو کارونه به د ٢٠١٢ کال په پسرلی کې پيل او په ٢٠١٣ کال کې به خلکو ته د نندارې لپاره وړاندې شي. له دی مخکې د وو يو سن له خوا يو بل فلم هم جوړ شي چې نوم يې دی د تای پينګ بيړۍ. نو داسې ويل کېږي چې په بېجينګ کې د لومړنی دورې نړيوال فلمي فيسټيوال جوړېدل د وو يو سن په ګډون د فلم لارښوونکيو ته فرصتونه برابر کړي دي.

د يوې اوونې نړيوال فلمي فيسټيوال په ترڅ کې يو لړ ځانګړی فورمونه، د فلمي پروژو په اړه سلامشورې او کولتور نندارې تر سره شوی دي. د چين او بهرنيو هېوادونو څه د پاسه ٣٠٠ سازمانونو ٨٠٠ تنه اړوندو شخصيتونو په ٣ ورځنۍ سوداګريزو سلامشورو کې ګډون درلود او د پروژو د لاسليکولو اندازه ٢ مليارډ ٧٩٤ مليونه يوانو ته رسېدلی ده چې دغه اندازه د چين د فلمي فيسټيوالونو په تاريخ کې تر ټولو زياته ده. له دې څخه څرګندېږي چې د فلم په برخه کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ همکاری او تبادلې پياوړی شوی دي. د دغه نړيوال فلمي فيسټيوال د يادونې په وخت کې ښاغلي وو يو سن وويل دغه فيسټيوال په نړۍ کې د فلم جوړوونکو ته د معاملې او تبادلې فرصتونه برابر کړي دي.

(اواز ١)

زه ډېر خوشاله يم چې دغه فيسټيوال له رحمه ډک دی او په رښتنی توګه يې يو ډېر ښه فرصت دی چې په نړۍ کې د فلم جوړوونکي او نندارچيان به د چيني فلمونو په اړه لازيات مالومات تر لاسه کړي.

د يو سترې نړيوالې فلمي غونډې په توګه دبېجينګ د لومړنی دورې نړيوال فلمي فيسټيوال په ترڅ کې د چين او د بهرنيو هېوادونو د مشهورو فلم لارښوونکو، د نړيوالو فلمي فيسټيوالونو مشرانو او د چين او اروپا د فلم د همکارۍ فورمونه تر سره شوي دي چې په کې په ژوره توګه د فلمي هنر له سوداګرۍ سره د اړيکو، پر ښارونو د فلمي فيسټيوال اغېزې، د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين د فلمونو رول او په بهر کې د فلمونو بازارونو د پراخولو په اړه بحثونه شوي دي. د توررنګ قو په نامه د فلم لارښوونکی دارن ارونوفسکي وويل

(اواز ٢)

پرون مې له ښاغلي وو يو سن سره وليدل،ما دده زيات شمېر فلمونه کتلي،نو په ليدلو يې زما احساسات ډېر پارېدلي او د ليدلو تلوسه مې يې لاپسې ډېروله.

د بېجينګ د لومړنۍ دورې نړيوال فلمي فيسټيوال د تشکيلاتي کميټې دفتر د مدير مرستيال وانګ جيان وويل دغه فيسټيوال بهر ته د چيني فلمونو د وتلو لپاره ښه ميدان برابر کړی. بهر ته د چيني فلمونو تللی تل د فلمي چاری يوه موخه ده. په ٢٠١٠ کال کې چين په بهر کې سل ځلی فلمي نندارتونونه جوړ کړي چې ٦٣ فلمونه په ٢٥ فلمي فيسټيوالونو کې ٨٩ جايزې تر لاسه کړی او د فلمونو د ټکټونو عايدات ٣ مليارډ ٥١٧ مليونه يوانو ته رسېدلی و. د ښاغلي وانګ جيان په اند په تېره موده کې بهر ته د چيني فلمونو د تللو يوه ستونزه دا ده چې د نړيوالو ژبو په برخو کې د څرګندونو توان يې کمزور و. اوس بايد دغه حالت بدل او اصلاح کړي.

د چين فلمونه د نوې نړيوالې تبادلې او همکارۍ په بهير کې له خپلې لارې پرمختګ موندلی دی. د چين مشهور فلمي لوبغاړی اکټ کوونکي چنګ لونګ د ياد شوی فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ٣)

که تاسې چيني فلمونه نه ګورئ، تاسې به پښيمانه وئ.خو که تاسې چيني فلمونه وګورئ، تاسې به لاپښيمانه وئ، ځکه چې پر وخت چيني فلمونه نه ګورئ او د چيني فلمونو په اړه لازيات مالومات نه تر لاسه کوئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای