CRI Online

چيني انځورګر ليو جونګ د پنډا زيات انځورونه رسم کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-06-14 19:36:35

په دی وروستيو ورځو کې انځورګر ليو جونګ د سه چوان ولايت د يا ان ښار د حکومت له خوا د پنډا د تبليغاتي سفير په توګه ټاکل شوی دی. ٤٢ کلن ليو جونګ په ٤ کلنۍ کې د نقاشۍ په زده کړه پيل وکړ. هغه له څارويو سره ډېره مينه لري، نو د ده لپاره د ژوبڼ يو په زړه پورې او ښه ځای دی. د ماشومتوب په موده کې يې يوه ورځ په ژوبڼ کې يو نوی ډول ژوی وليد چې يوازې ٢ رنګونه يې لرل يعنې تور او سپين رنګونه. دا د چين ملي خزانه پنډا ژوی دی. تر هغه وروسته ليو جونګ له پنډا سره ډېره مينه پيدا کړه او پنډا د ده په انځورونو کې يو عمده رول لری. له ٣٠ کلونو راهيسې د ښاغلي ليو جونګ انځورونه په وار سره د فرانسې، امريکا، روسيې، هسپانيې، ايټاليا، جاپان او فنلنډ په ګډون زياتو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوي او څو ځلې يې لوړې جايزې تر لاسه کړي دي. ښاغلي ليو جونګ وويل

ځکه چې د ماشومتوب له مودې څخه مې د څارويو له نقاشۍ سره ډېره مينه درلوده ، پنډا د چين يو ډول ځانګړی ژوی او د چين او د نړيوالې سولې استازی دی، نو غواړم چې د ملي نقاشۍ په شکل پنډا انځوروم.

له څو کلونو راهيسې ليو جونګ د پندا په اړه زيات شمېر انځورونه رسم کړي چې په کې د يونګ په نامه يو انځور د وينيزيا په يو دوه کلن نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی او تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی. په ٢٠٠٩ کال کې د وينيزيا په دوه کلن نندارتون کې چې د هنر د المپيک په توګه بلل کېږي، ښاغلي ليو جونګ د چيني انځورګر په استازيتوب په بريالۍ توګه د خپلو انځورونو نندارتون تر سره کړ. دا لومړی ځل دی چې چيني انځورګر د وينيزيا په دوه کلن نندارتون کې خپل ځانګړی نندارتون تر سره کړی.

د روان کال په فبرورۍ کې ليو جونګ د پندا په اړه د لازياتو انځورونو د رسمولو لپاره د سه چوان ولايت يا ان ته ورسېد چې د پندا د ټاټوبى په توګه ګڼل کېږي. هغه وويل

ما د ماشومتوب له مودې څخه د پنډا په رسامۍ پيل وکړ ، هغه مهال مې ډېر ځلې د بېجينګ په ژوبڼ کې پنډا انځور کړي. خو فرصتونه زما لپاره لږ و چې له نژدې پنډا وګورم. دغه ځل مې په يا ان کې له نژدې پنډا وکتلی شو چې دوی په ښه ايکولوژيکي چاپيريال کې ژوند کوي.

يا ان د يانګ ځه سيند د پاسنۍ برخې او د سه چوان ولايت په لوېديځ کې پروت دی چې پراخوالی يې ١٥ زره او ٣ سوه مربع کيلو مترو ته رسېږي او په کې ٥٦ سلنه سيمه په ځنګلونو سمسور شوې ده. دلته د پنډاګانو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی چې اوس په کې څه د پاسه ٣٠٠ وحشي او څه د پاسه ٩٠ د روزل شوي پنډاګان شته. د نوي چين تر جوړېدو وروسته ٢٠ پنډاګان د دوستۍ د سفيرانو په توګه له يا ان څخه د امريکا، جاپان او بريټانيا په ګډون بهرنيو هېوادونو ته ورکړل شوي دي.

ښاغلي ليو جونګ وويل هغه به د پنډا په اړه لازيات نور ښکلي انځورونه رسم کړي .

هيله ده چې زما د انځورونو له لارې په نړۍ کې لازيات خلک پنډاګانو ته پاملرنه وکړي او له دې لارې انسانان خپل پرمختګ او خپل کور ته پاملرنه وکړي.

د روان کال په دوبي کې به په يا ان ښار کې د پنډا او ژويو د نړيوال طبيعي فلم د څلورم فيسټيوال تر سره شي چې نندارچيان د فلمونو او ايکولوژيکي سيلانۍ له لارې نړۍ ته د پنډا او شنه رنګه اقتصاد په اړه معلومات تر لاسه کړي. هغه مهال به ښاغلی ليو جونګ په کې خپل انځورونه هم نندارې ته وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای