CRI Online

د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ درېيمې دورې فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-06-16 16:17:02

د جون د ١١ نېټې په شپه د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ درېيمې دورې فورم د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پرانيستل شو. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود .

د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر مدير وانګ يي په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

روان کال د دغه فورم پرانيستونکی مراسم د تېرو څو کلونو په پرتله بېل دی چې د تايوان تنګي دواړو غاړو د دغه فورم ټول جوړوونکي د يوې کورنۍ په توګه پکې راغونډ شوی دی.

تر پرانيستونکو مراسمو وروسته د چينايانو مينې او د تايوان تنګي بخت په نامه ماښامنۍ غونډه تر سره شوه. څه د پاسه ٨ زره نندارچيانو دغه غونډه وکتله چې په کې ٦ زره تنه له تايوان څخه راغلی وو. د خبر له مخې، د تايوان د بېلا بېلو ټولنو څه د پاسه ٣٠ ډلو ١٠ زره تنو په دغه فورم کې ګډون کړی چې دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو زيات دی. د تايوان د تاو يوان ولسوالۍ د کرهڼې ټولنې عمومي مدير څای ژوی يوان لومړی ځل د تايوان تنګي په فورم کې ګډون کړی دی. هغه وويل دغه شان د لويې پيمانی لوړپوړی فورم د تايوان تنګي دواړو غاړو د خلکو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ لپاره ګټوره زمينه برابره کړی چې د دواړو غاړو خلکو ترمنځ د متقابل باور د پياوړتيا لپاره يې ستر رول لوبولی دی.

له دوو کلونو راهيسې د تايوان تنګي دواړو غاړو فورم د خلکو ترمنځ د تبادلې يو ميدان په توګه تل د دواړو غاړو وګړيو لپاره ګټور کارونه تر سره کوي.

د لومړنی فورم په موده کې د ټرافيک او ټرانسپورټ وزارت پر سمندر د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيمې چليدنې د پرمخ بيولو لپاره ٩ تګلارې خپرې کړې. د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر مدير وانګ يي په تايوان کې د سترې برخې د پانګونې په اړه ٨ مشخصې لايحې اعلان کړلې.د دوهمې دورې فورم په موده کې د چين د ملکي هوانوردی ادارې مشر لي جيا شيانګ اعلان وکړ چې د دواړو غاړو ترمنځ د الوتکو ټکټونو بيې به په هر اړخيزه توګه له ١٠ سلنې څخه تر ١٥ سلنې پورې ټيټې شي. د دواړو غاړو ترمنځ د هوايي ټرانسپورټ د پرمختګ د ګردي مېز په غونډه کې د چين د ملکي هوانوردی ادارې له خوا د ټرانسپورټي چارو د پرمختګ لپاره ٧ تګلارې وړاندې شوی دی.

د چين د ګوه مين دانګ ګوند د رئيس مرستيال ځنګ يونګ چيوان د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکی کې به د دواړو غاړو خلک د همغږۍ په نظر په پر له پسې توګه د دواړو غاړو د سولې او سمسورتيا لپاره کوښښ وکړي.

د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې په سوله ييزه توګه پرمختګ کوي. موږ د سلامشورې له لارې د همکارۍ ، پرمختګ او تبادلې نوې پيړۍ ته ننوځو.

د تېرو دوو فورمونو په پرتله درېيمې دورې فورم خلکو ته ډېره پاملرنه کوي. لومړی، په دغه فورم کې په عمده توګه د خلکو د ژوند په اړه بحث شوی . دوهم، اړوند فعاليتونه د خلکو له غوښتنې سره سم تر سره شوي دي. بر سېره پر دې، د تايواني ځانګړتيا لرونکی معبدي فعاليتونو له لارې د سترې برخې خلک په ژوره توګه د تايوان په اړه مالومات تر لاسه کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای