CRI Online

د تبتي ژبې ليکوال الای

cri     (GMT+08:00) 2011-08-03 15:21:46

 د تبتي ژبې ليکوال الای اوس په چين کې يو مشهور ليکوال دی چې د ده له خوا ليکل شوی د دود لويدلو په نامه ناول د ماو دون په نامه د پنځمې دورې ادبی جايزه تر لاسه کړې. تر اوسه پورې هغه د تبتي ژبې يوازنی ليکوال دی چې نوموړی ادبی جايزه تر لاسه کړی ده. د يو تبتي ليکوال په توګه الای د تبت قوم د خلکو اصلي ژوند او په کې يې بدلونونو او هيلو ته ډېره پاملرنه کوي.د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به موږ په ګډه د الای په سترګو کې د تبتي سيمې د تاريخی او کولتوري بدلونونو په اړه معلومات د همدې خپرونې په ترڅ کې وړاندې کړو.

الای په ١٩٥٩ کال کې د سه چوان ولايت په شمال تبتي سيمې مارکانګ ولسوالۍ کې زېږېدلی او د مارکانګ د ښوونکيو له پوهنځې څخه فارغ شوی. هغه له ١٩٨٢ کال څخه په شعر ويلو پيل وکړ او د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې له پای څخه يې کيسې وليکلې. تر اوسه پورې هغه په وار سره د لنګ موه سيند په نامه د شعرونو مجموعه، د پخوا زمانې د وينې په نامه ناول او د ځمکو د زينې په نامه د اوږد نثر په ګډون يو لړ کتابونه چاپ کړي دي.

الای په ٢٠٠٠ کال کې د دود لويدو په نامه ناول له لارې د چين د ناول تر ټولو لوړه جايزه يعنې د ماو دون د پنځمې دورې ادبي جايزه تر لاسه کړې ده ، دغه ناول په ١٦ ژبو ژباړل شوی دی.

الای په ١٩٩٤ کال کې د ٨ مياشتو له لارې د دود لويدو په نامه ناول وليکه. هغه وويل که تاسی د سه چوان ولايت په تبتي سيمې کې د سيمه ييز تاريخ څېړنې وکړئ، بايد لومړی مذهب او بيا سيمه ييز سياسي نظام وڅېړئ. د دود لويدو په نامه ناول تر نوموړې ځانګړي سيمه ييز ساسي نظام لاندې يوه کيسه ده. تر هغه وروسته د کونګ شان په نامه يو بل ناول د الای له خوا وليکل شو چې په کې يې د چين په تبتي سيمه کې د يو کلي د پرمختګ تاريخ او بدلون په اړه کيسه ليکلې ده . هغه وويل د ناول سرچينه ژوند دی ، خو يوازی ژوند کافي نه دی.

ليکنه بايد اهميت ولري، زه لومړی د ليکنې اهميت لټوم. نېکمرغي دا ده چې د ليکنې بهير زما لپاره د خپل زړه د پاکولو يو بهير دی.

الای د نړيوالو ادبياتو او فلسفې له څېړنې سره علاقه لري او د ليکنې په اړه د ده نظر ژور او مخکنی دی. که څه هم د ده په ليکنې کې پر تېر وخت د نژدې چاپيريال په اړه ليکل شوي دي، خو په کې د معاصرو ادبياتو د پرمختګ په اړه د ده نظرونه هم شته. الای وايي د يو ليکوال په توګه يوه تر ټولو مهم کار دا دی چې په ښه توګه د شخصيت د بڼې او بخت وليکل شي.

الای په ٢٠٠٨ کال کې د پاچا ګيسار په نامه ناول ليکلی دی چې د دوديزې کيسې په پرتله عصري نظريې لري. تر اوسه پورې دغه ناول د ٦ ژبو له لارې په نړۍ کې خپور شوی دی. الای له نړۍ سره اړيکې ورځ په ورځ نژدې کېږي.هغه وويل

نه زه غواړم نړۍ ته ننوځم، بلکې نړۍ رارسېدونکې ده.

د الای ټاټوبی د جيا ژونګ په تبتي سيمه کې طبيعي منظرې، تاريخ او کولتور تل د ده د ليکنې سرچينې او خوځنده ځواک جوړوي. که څه هم هغه اوس په ښار کې اوسېږي، خو ډېر ځلې يې نورو تبتي سيمو ته سفرونه کړي دي. هغه وويل بله موخه نه لري، يوازی غواړي کله کله هلته ژوند وکړي.

الای په خپل کتاب کې دغه ډول څرګندونې چې هم د يو کتاب او هم د يو کس لپاره دغه ځای ژور او پراخ دی چې سمندر او سيندونه ورځ په ورځ بهيږي، ٤ فصلونه په خپله بدلون مومي او خلک نسل په نسل بې پايه دي. د الای لپاره به په تبتي سيمې کې د ژوند بدلونونه او پرمختګونه تل د ده د ليکنې محتويات وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای