CRI Online

١٠٣ کلن کارپوه يانګ جينګ نيان

cri     (GMT+08:00) 2011-08-09 19:14:11

 د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ١٠٣ کلن کارپوه يانګ جينګ نيان په اړه معلومات وړاندې کړو. ښاغلی يانګ د چين د مشهور اقتصاد او ښوونې کارپوه او ژباړونکی دی. د ده کارنامې د استراليا او لېرې ختيځ اسيا د مشاهيرو، په ٢١ پيړۍ کې د ٢ زرو غوره کارپوهانو، د نړيوالو مشاهيرو ليسټ او د اسيايي مشاهيرو په ليسټونو کې پېژندل شوې دي . ښاغلی يانګ جينګ نيان په يوه پيړۍ کې تل له ژوند سره مينه لري او په زحمتکښ ډول يې خپل کارونه تر سره کړي. هغه د ساينس، تخنيک او اقتصادي پرمختګ، د بريټانيا پارلمان، له ١٨١٥ کال څخه تر ١٩١٤ کال پورې د فرانسې او المان د اقتصادي پرمختګ او د بانکدارانو په نامه يو لړ اقتصادي کتابونه ليکلي دي.

يانګ جينګ نيان په ١٩٠٨ کال کې د هو نان ولايت په مي لوه ښار کې زېږېدلی دی. د تېرۍ پيړۍ په پيل کې د چين په کليوالو سيمو کې د خلکو ژوند ډېر بېوزلی و، خو د يانګ جينګ نيان نيکه ښووونې ته په درنه سترګه وکتله. هغه په ١٩٢٧ کال کې د چانګ شا د هوانګ پو پوځي ښوونځې په درېيم فرعی ښوونځي کې زده کړې پيل کړه، خو يوازې ٣ مياشتې وروسته ما ژه پېښه وشوه چې په تاريخ کې ډېره مشهوره ده، په چانګ شا ښار کې ګډوډۍ رامنځته شوې وې، نو يانګ جينګ نيان له ښوونځي څخه ووت. په ١٩٣٢ کال کې يانګ جينګ نيان د ګوه مين دانګ ګوند په مرکزي سياسي پوهنتون کې زده کړه وکړه چې هغه مهال د زده کړې لګښت يې وړيا و.

په ١٩٤٩ کال کې د نوی چين تر جوړېدو وروسته يانګ جينګ نيان د تيان جين ښار د نان کای پوهنتون د اداري چارو او د تيان جين ښار د ماليې او اقتصاد کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو. د همدې کال په سپتمبر کې هغه د نوموړي پوهنتون د ماليې څانګې د جوړېدو دندې پر غاړه واخيستې. يانګ جينګ نيان له ١٩٥٧ کال څخه په ٢٠ کلونو کې د بهرنيو هېوادونو د اقتصاد په اړه ٨ مشهور کتابونه، په تېره بيا هغه د ناثابت اقتصاد، د امريکا لومړنی ملي بانک، د انحصاري پانګې او د بانکدارانو په نامه ٤ مشهور کتابونه ژباړلي و چې د چين د اقتصادي څېړنې لپاره يې قيمتي شتمنۍ برابرې کړي دي.

تر ١٩٧٨ کال وروسته ٧٠ کلن يانګ جينګ نيان د چين په پوهنتونونو کې په لومړي سر کې د پرمختيايي اقتصاد درس پرانيستلو چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې راپيدا شوي مسئلې په کې شامل شوې دي. دغه درس په لوېديځو هېوادونو کې ٣٠ کلن تاريخ لري.

(اواز ١)

د پرمختيايي اقتصاد درس هغه مهال په چين کې نه و، نو دغه درس مې پرانيستلو. ٢ ځلې مې بهرنيو کارپوهانو ته د درس ورکولو بلنه ورکړې ده ، ما هم ٣ کتابونه او څو تيزسونه ليکلي.

ښاغلی يانګ جينګ نيان له ١٩٩٥ کال څخه تر ١٩٩٦ کال پورې د انسانيت په نامه يو کتاب ليکلی و چې د کلمو شمېر يې له ٢٠٠ زرو څخه زيات و چې په کې د پرمختيايي اقتصاد له لحاظه د ټولنيز او اقتصادي نظام او د اخلاقي اصولو په اړه بحثونه شوي و. ښاغلي يانګ جينګ نيان په ٥ کلونو کې د لويديځ د پرمختيايي اقتصاد د لنډيز په نامه يو کتاب وليکلو چې د چين د اقتصاد د څېړنې په برخه کې يې ستر خدمتونه کړي دي.

اوس ١٠٣ کلن يانګ جينګ نيان لاهم د سياسي او اقتصادي ټولنې په اړه ژور فکرونه کوي. هغه هم د چيني فلسفې په اړه څېړنه کوي. هغه وويل د فلسفې له لارې به د خلکو روحيې لوړې شي.هغه په خپل کتاب کې ويلی چې د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په خپلو سترګو مې د هېواد سمسورتيا ليدلې ده. زموږ د هېواد ځواکمنتيا ورځ په ورځ غښتلی او د خلکو ژوند ورځ په ورځ ښه کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای