CRI Online

د شن جن د محصلينو نړيوالې دوبنۍ سپورتي لوبې د بېلا بېلو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تبادلوی ميدان ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2011-08-23 20:08:19

اوس د محصلينو د ٢٦ دورې نړيوالې دوبنۍ لوبې د پای ته رسېدو په حال کې دي. د بېلا بېلو هېوادونو د محصلينو لوبغاړيو په سياليو کې جايزې جټلې دي او په عين وخت کې يې ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړی چې د شن جن د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې د بېلا بېلو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د کولتوري تبادلې او دوستۍ د پياوړتيا د ميدان ګرځېدلې دي.

د خبر له مخې، د څه د پاسه ١٥٢ هېوادونو او سيمو محصلينو په نوموړو لوبو کې ګډون لري. د چين پلاوي ٥٠٥ لوبغاړي استولی چې د ښځينه فوټبال، ښځينه واليبال ، د پينګ پانګ او ټنيس په ګډون سياليو کې يې ګډون وکړ. د چين د محصلينو نړيوالو لوبو د پلاوي اجرايوي مشر يانګ لي ګوه له دې مخکې وويل د چين پلاوی دغه ځل د سياليو د نتيجې په اړه ځانګړې غوښتنه نه لري. هيله ده چې د چين ځوان لوبغاړي به له دې فرصت څخه په استفادې سره له بهرنيو لوبغاړيو سره تبادلې پياوړې او ښه د تجروبو فرصت ولري.

دا لومړی ځل دی چې زيات شمېر ځوان لوبغاړي فرصتونه لري چې د شن جن د محصلينو نړيوالو دوبنۍ لوبو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د محصلينو له لوبغاړيو سره نژدی تبادلې وکړي . د ترکيې د اوبو اسپنډوس ډلې تر ټولو کوچنی لوبغاړی تونا تالی په شن جن کې زيات شمېر نړيوال دوستان پېژندلي او د دوی کولتور او ټولنيزو دودونو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي دي.

(اواز ١)

کېدای شي چې د رسټورانټ او رخصتۍ په ځايونو کې له نويو دوستانو سره وپېژنم. د بېلګې په توګه پرون مې له خپلو ملګرو سره د شيانو اخيستلو په لار کې يو نوی دوست سر وپېژندل.

د شن جن د محصلينو نړيوالې لوبې د بېلا بېلو هېوادونو محصلينو ته فرصتونه برابر کړي . د چين د چټک پرمختګ له امله د بېلا بېلو هېوادونو محصلينو د شن جن د محصلينو نړيوالو دوبنۍ لوبو په اړه هيله پوره کړی.د کينيا پلاوی د اتليتيک لوبغاړي ماسو کيپتو وويل د شن جن د محصلينو نړيوالو لوبو له لارې هغه د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي دي.

(اواز ٢)

د چين پرمختګ چټک دی چې د جي- ٨ هېوادونو په پرتله هم غښتلی دی. دغه ځل ما وليدل چې په شن جن کې سړکونه په ښه توګه اباد شوي او اقتصاد يې هم پرمختللی دی. په عين وخت کې يې له چينايانو سره چيني ژبې زده کړه هم وکړه.

د محصلينو نړيوالې لوبې نه يوازې سپورټي لوبې دي، بلکې د کولتوري تبادلې ميدان هم دی. ځوانان د بهر په اړه د پلټنې غوښتنې لري او د شن جن د محصلينو نړيوالې لوبې دوی ته دغه ميدان برابر کړی. دلته لوبغاړي نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو له لوبغاړيو سره سيالی کړی، بلکې خپلمنځی تفاهم او تبادلې هم پياوړی کړي. د انګولا د پلاوی مشر کارلوس لوپيس په اند د شن جن د محصلينو نړيوالې لوبې د نړيوالو ځوانانو ترمنځ يوه ستره غونډه ده.

(اواز ٣)

د محصلينو لوبې نه يوازې د سيالۍ مانا لري،بلکې په کې لازيات محتويات نندارې ته وړاندې شوی چې په نړۍ کې د ځوانانو ترمنځ يوه ستره غونډه ده او د متقابل تفاهم او کولتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره ګټور دی. په عين وخت کې د دغې غونډې له لارې به د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړي کولتورونه هم ښودل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای