CRI Online

د چين ، اسيا او اروپا لومړنی نندارتون په شينجيانګ کې پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2011-09-06 14:58:09

د چين، اسيا او اروپا لومړنی نندارتون د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د شينجيانګ په اروموچي ښار کې پرانيستل شو او په پنځمه نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسېد. د چين د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته يې په يو فورم کې د يوې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اسيا او اروپا د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ د واقعي همکارۍ پياوړتيا نه يوازی يو له بل ، بلکې د نړيوال پرمختګ اړتيا هم ده. بايد په ګډه د اسيا او اروپا ترمنځ همکاری د ژورتيا لپاره کوښښ وکړي.

د همکارۍ، ګډې ګټې او دوامدار پرمختګ په اصلي موضوع د چين ، اسيا او اروپا د اقتصادي پرمختګ او همکارۍ لومړنی فورم د نوموړی نندارتون پرانيستونکی فورم و چې د بېلا بېلو خواوو پاملرنې يې راجلب کړي دي. د څو هېوادونو مشرانو او سياسي کړيو په دغه فورم کې ګډون درلود.

د چين د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ په فورم کې په خپله وينا کې وويل چين د اسيا او اروپا له بېلا بېلو هېوادونو سره په يوې سترې برخې کې پروت دی چې د انساني تمدن د پرمختګ په بهير کې ستر رول لوبولی دی. شينجينګ به لوېديځ ته د چين د ورخلاصون په بهير کې مهم رول ولوبوي.

(اواز ١)

شينجيانګ د اروپا او اسيا ترمنځ د نوي پل مهمه برخه ده. د شيجيانګ د نورهم ورخلاصون لپاره د چين حکومت زيات شمېر تدبيرونه نيولي دي. زموږ موخه دا ده چې په پوره توګه لوېديځ ته د ورخلاصون په بهير کې د شينجيانګ کليدي رول ولوبول شي .

د اسيا او اروپا ترمنځ د راتلونکی همکارۍ د پياوړتيا په اړه ښاغلي لي که چيانګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکارۍ پياوړتيا، د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې د تبادلې او د تصديو ترمنځ د همکاری سويې د لوړتيا په اړه ٣ وړانديزونه وکړل.

(اواز ٢)

د اسيا او اروپا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ پټ توان ستر دی، اړوند هېوادونه بايد نورهم د بازاري ورخلاصون تګلارې پياوړې کړي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نوموړی فورم کې وويل د چين ، اسيا او اروپا نندارتون ستر اهميت لري چې د اسيا او اروپا او د ختيځ او لوېديځ ترمنځ واټن کم شوی دی.

(اواز ٣)

دغه نندارتون نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو، بلکې د اروپا او اسيا د ٢ سترو وچو ترمنځ د تبادلې پل جوړ کړی. بر سېره پر دې، دغه تدبير نه يوازې پر وخت، بلکې ستر اهميت لري.

د چين ، اسيا او اروپا ترمنځ لومړنی نندارتون د اروموچي د بهرنيو اقتصادي او سوداګريزې غونډې ادامه ده چې د مالونو سوداګرۍ، د پانګونې او همکارۍ، کولتوري تبادلې او فورمونو سره يو نړيوال او مجموعي نندارتون دی. د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د کمونېست ګوند د کميټې منشي جانګ څون شيان د نوموړي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د چين، اسيا او اروپا لومړنی نندارتون د اقتصاد او سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ، ټرانسپورټ ، کولتور او سيلانۍ په برخو کې د اسيا او اروپا د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ لپاره يو مهم ميدان برابر کړی دی. (اواز٤)

د چين، اسيا او اروپا د لومړنی نندارتون بريالي جوړېدل به په لاښه توګه د اسيا او اروپا د دوو لويو وچو ترمنځ د نوي پل په توګه مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای