CRI Online

د چين سوله ييز پرمختګ نړيوال تفاهم او ملاتړ ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2011-09-20 15:55:48

د چين د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د سپتمبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې يوه غونډه جوړه کړه چې برخوالو په دې وروستيو ورځو کې د حکومت له خوا د چين د سوله ييز پرمختګ په نامه د سپين کتاب په اړه د نظريو تبادله وکړه. د بېلا بېلو ټولنو په اند د يو پرمختيايي هېواد په توګه د چين د سوله ييز پرمختګ لار د خپل هېواد د مشخصاتو پر بنسټ يو انتخاب دی چې له نړيوال پرمختګ سره سمون خوري. د چين سوله ييز پرمختګ د نړۍ لپاره يو فرصت دی، نه ننګونه. هيله ده چې د نړيوالې ټولنې تفاهم او ملاتړ تر لاسه کړي.

د چين د سوله ييز پرمختګ په نامه سپين کتاب د سپتمبر په ٦ نېټه په رسمي توګه خپور شو، دا په ٢٠٠٥ کال کې د چين د سوله ييز پرمختګ لار په نامه کتاب تر خپرېدو وروسته دوهم ځل دی چې چين د حکومتي سند له لارې د پرمختګ په اړه خپله مفکوره څرګنده کړه. په دغه سپين کتاب کې په هراړخيزه توګه د چين د سوله ييز پرمختګ لار تاسيس ، د سوله ييز پرمختګ عمده موخه او بهرنۍ تګلارې بيان شوی .چين تل پر سوله ييز پرمختګ لار ټينګار کوی او د خپل سوله ييز پرمختګ په عين وخت کې د نړيوالې سولې او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګوښښ کوي.

د چين د دولتي شورا غړي دای بينګ ګوه د روانې مياشتې په ١٥ نېټه نوموړی غونډه کې وويل د چين سوله ييز پرمختګ لار د نوی چين د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسې ګام په ګام رامنځته شوې ده.

(اواز ١)

د چين د سوله ييز پرمختګ لار د بهرنيانو سره د ټګي کولو موخه نه لري چې د نړيوالو حالاتو تر جدي څېړنې وروسته يو معقول انتخاب دی.

د چين د سوله ييز پرمختګ په نامه سپين کتاب د بېلا بېلو ټولنو د ډېر پاملرنی وړ دی. د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه وويل د خپل هېواد د ګټو ساتنه د يو هېواد سمه غوښتنه او قانوني حق دی . په سپين کتاب کې د چين د مساوات او سولې له لارې په ښه توګه د متقابلو توپيرونو د له منځه وړلو نظريې څرګندې شوې.

(اواز ٢)

په سپين کتاب کې په ښکاره توګه د چين کليدي ګټې ټاکل شوې چې هم د چين د کليدي ګټو د ساتلو ټينګ هوډ څرګندېږي،او هم د ګټو په اړه زموږ داسی نظريې خپرې شوې چې بايد په پوره توګه د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د قانوني حقونو درناوی وکړو او د سوله ييزو سلامشورو له لارې په ښه توګه خپلمنځی توپيرونه او شخړی حل کړو.

په ٢٠٠٥ کال کې د چين د سوله ييز پرمختګ لار په نامه سپين کتاب د خپرېدو په وخت کې د چين اقتصادي عمومي ځواک په نړۍ کې شپږم مقام ونيوه، خو په ٢٠١٠ کال کې يې دوهم مقام نيولی دی. د چين او نړۍ ترمنځ تماس هم ورځ په ورځ نژدېږي او د چين چټک پرمختګ بې شکه د بېلا بېلو هېوادونو د پاملرنې وړ دی. د بېجينګ پوهنتون د نړيوالو اړيکو انسټيټوټ مشر وانګ جي سه ووپل سپين کتاب د نړيوالې ټولنې شکونو ته ښکاره ځوابونه ورکړي دي.

(اواز ٣)

د نظريو د اورېدلو، د واټن او توپير د درناوی، د غوښتنو د تفاهم او له توپيرونو څخه د تېري کولو په موخه سپين کتاب د چين د سوله ييز پرمختګ په اړه د نړيوالې ټولنې شکونو ته باوري، ټينګ او مناسب ځوابونه ورکړل.په سپين کتاب کې په ښکاره توګه څرګندېږي چې سوله ييز پرمختګ د چين د عصري کېدو او سمسورتيا د تر سره کولو لپاره يو ستراتيژيک انتخاب دی.

په ياده شوی غونډه کې د زيات شمېر ګډون کوونکو په اند د چين سوله ييز پرمختګ لار د چينايانو او نړيوالو له بنسټيزو ګټو سره سمون خوري چې نه يوازې د چينايانو ، بلکې د ټولو انسانانو لپاره ګټه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای