CRI Online

په راډيويي او تلويزيوني برخو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-09-27 20:33:36

د تبادلې او همکارۍ او ګډ پرمختګ په اصلي موضوع په راډيويي او تلويزيوني برخو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د سپتمبر په ٢٢ نېټه د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې ادارې سيمې په مرکز ين چوان کې پرانيستل شو. د چين ، مصر، اردن او سعودي عربستان په ګډون ١٣ هېوادونو او د عربي هېوادونو ټولنې په شمول نړيوالو سازمانونو څه د پاسه ٨٠ استازي په دغه ښار کې راغونډ کړي چې د راډيويي او تلويزيوني خبري رسنيو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

د چين د راډيو،فلم او تلويزيون عمومي ادارې مرستيال لي وی ، په چين کې د عربي هېوادونو ټولنې لوی سفير محمد شابو او د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې ادارې سيمې د کمونېست ګوند د کميټې دايمي غړي او د متحدې جبهې څانګې مشر ما سان ګانګ په ګډون يو شمېر مشرانو د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

ښاغلي ما سان ګانګ وويل چين او عربي هېوادونه ټول پرمختيايي اقتصادي ټولنې دي، د دواړو خواوو خبري رسنۍ په هر اړخيزه توګه د خپلمنځی سوداګرۍ د پر له پسې پرمختګ او د پانګونې په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا دندې لري چې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره د عامه افکارو لپاره ښې زمينې برابرې کړي.

(اواز ١)

نينګ شيا دندې او باور لري چې په راډيويي او تلويزيوني برخو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د تبادلې او د متمدن خبرو اترو سفير وګرځي. د دغه فورم جوړېدل په نوي زمانې کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د چټک پرمختګ له عمومي حالاتو سره سمون خوري او د راډيو او تلويزيون په برخو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ غوښتنې پوره کړي.

د ياد شوی فورم په ترڅ کې د چين او عربي هېوادونو د حکومتي ادارې څانګو او د تلويزيوني خبري رسنيو استازيو په وار سره د چين او عربي هېوادونو د راډيويي او تلويزيوني تګلارو، د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ، د راډيو او تلويزيون د ديجيتالي کېدو بهير او د خبري رسنيو دندې په اړه ژور بحث وکړ.

د چين د راډيو،فلم او تلويزيون د عمومي ادارې مرستيال لي وی په خپله وينا کې وويل روان کال د چين د دوولسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو لومړنی کال دی چې د راډيو او تلويزيون پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخامخ دی.

(اواز ٢)

موږ به د مساوات او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ پرمختګ له اصولو سره سم د عربي هېوادونو له خبري رسنيو سره د خبرونو خپرونې، د استعداد لرونکو کسانو سرچينې او د اطلاعاتي تخنيکونو په برخو کې خپلمنځی همکاری او تبادلې پياوړې کړو.

په چين کې د عربي هېوادونو ټولنې لوی سفير محمود شابو وويل د دواړو خواوو حکومتي چارواکي په هر دوو کلونو کې د اړوندو مسئلو په اړه د بحث لپاره يوه غونډه جوړوي.

(اواز ٣)

موږ باور لرو چې دغه فورم او اصلي موضوع به يې د نوموړی همکاری لپاره فعال وړانديزونه وکړی.

د عربي هېوادونو د راډيويي ټولنې سرمنشي صالح ماوي په خپله وينا کې وويل دغه فورم د چين او عربي هېوادونو راډيويي او تلويزيوني سازمانونو ته مهم فرصتونه برابر کړي. د چين نړيوالې راډيو د عمومي چلوونکي مرستيال ما وی ګونګ د چين او عربي هېوادونو له خبري رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې له فرصتونو څخه په استفادې سره خپلمنځي مستقيمې خبرې اترې او د دواړو خواوو خلکو ترمنځ تفاهم پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای