CRI Online

په پاکستان کې د راډيو خپرونې له لارې د چيني ژبې د لوست مراسم په اسلام اباد کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2011-10-12 10:40:18

د سپتمبر په ٢٩ نېټه په پاکستان کې د راډيو خپرونې له لارې د کنفوسيوس کلاس په نامه د چيني ژبې د زده کړې د تعميم مراسم په بريالۍ توګه د اسلام أباد د روتس په ښوونيز سازمان کې تر سره شول. په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خان ، په پاکستان کې د چين مستشار جانګ ليان يو، د پاکستان او چين ترمنځ د ټولنې مشر مشاهد حسين ، د پاکستان د لوړپوړی ښوونيزې کميټې مشر او د روتس ښوونيزې ډلې اجرايوی مشر ، د روتس ښوونځی د زده کوونکو استازيو، د چين او پاکستان خبري رسنيو او د پاکستان د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو په شمول څه د پاسه سلو تنو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

په پاکستان کې د راډيو خپرونې له لارې د کنفوسيوس لومړنی کلاس د ٢٠٠٩ کال په دسمبر کې پرانيستل شوی . په دغې سيمې کې د اغېزې د پياوړتيا او په لاښه توګه د چيني کولتور د خپرونې لپاره په دې وروستيو ورځو کې دغه کلاس د پاکستان د روتس له سوونيز سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ چې د چيني ژبې د ښوونې او د چيني کولتور د خپرولو لپاره کوښښ وکړي. (اواز ١)

په همدې ورځ په چين کې د پاکستان لوي سفير مسعود خان په خپله وينا کې په روانه چيني ژبه ټولو ګډون کوونکو ته سلام وويله . هغه د چيني ژبې لوست په برخه کې د نوموړی کلاس د فعال رول ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ او د چيني کولتور د ځانګړتياوو او اغېزو له امله په نړۍ کې د چيني ژبې د ښوونې د نړيوال کېدو څپه راغلې ده. (اواز ٢)

د کولتور، تاريخ او هوښيارۍ په برخو کې د چيني ژبې اغېزې پراخې دي. چيني ژبه نه يوازې نننې ، بلکې راتلونکې ژبه هم ده.

په پاکستان کې د چين مستشار جانګ ليان يو د لوی سفير ليو جيان په استازيتوب په نوموړو مراسمو کې ګډون وکړ، هغه په خپله وينا کې وويل ژبه پل، سفير او سوغات دی ، د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو د نورهم ټينګښت او پرمختګ بنسټ او د دواړو هېوادونو خلکو ترمنځ د دوستۍ د انتقال مزی دی. د چين د نړيوالې راډيو او د پاکستان د روتس ښوونيز سازمان له خوا جوړ شوی د راډيو خپرونې له لارې د کنفوسيوس کلاس د چيني ژبې د لوست او د چيني کولتور د خپرېدا لپاره فعال رول لوبوي. هغه هيله لري چې د کنفوسيوس کلاس په پاکستان کې د چيني ژبې د لوست او د کولتور د خپرونې په راتلونکو کارونو کې لاستر رول ولوبوي. (اواز ٣)

دغه فعاليت د چيني ژبې د لوست په بهير کې يو مهم جشن دی چې د چيني کولتور د خپرونې لپاره ستر اهميت لري. زه باور لرم چې د دوو سازمانونو د همکارۍ له لارې به هرومرو د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره لاستر خدمتونه وکړي.

د روتس ښوونيزې ډلې اجرايوی مشر فيصل مشتق په خپله وينا کې وويل د چين له نړيوالې راډيو سره د روتس همکاری ستر اهميت لري چې په پاکستاني زده کوونکو کې به د چيني ژبې د لوست جذبات لوړ شي.

د پاکستان او چين ترمنځ د ټولنې مشر او د مسلم ليګ سرمنشي مشاهد حسين وويل چين او پاکستان د انسانانو د تمدن مهمې سرچينې دي چې تر اوسه پورې د پاکستان په زياتو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې مهم تاريخي اثار ساتل شوي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ نژدې اړيکې هم د پاکستان زده کوونکو ته د چيني ژبې د لوست ښه زمينه برابره کړې ده .هغه هيله لري چې د پاکستان ځوانان د چيني ژبې د زده کولو له لارې د چين تاريخ او کولتور په اړه لازيات مالومات تر لاسه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خپل خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای